د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

د ارزګان د امنيي قومندان وژنه یو لویه ضایعه وبلل شوه


ولسمشراشرف غني، هغه پېښه په کلکه غندلې ده چې په کې د ارزګان د امنیې قومندان مطیع الله ووژل شو او د کورنیو چارو وزارت ته یې سپارښتنه کړې چې دا قضیه په جدي توګه وڅیړي.

بل خوا د ارزګان سرپرست والي امان الله تیموري، د نوموړي وژل کېدل د افغانستان د امنیت د برخې لپاره یوه ستره ضایع بولي.

د ارزګان امنیې قومندان مطیع الله خان وړمه شپه د کابل ښارپه علي مردان سیمه کې په یو ځان مرګي برید کې ووژل شو.

چارواکو ویلي چې ځان وژونکې برید کونکې د ښځو جامې په تن کړې وې.

پرون ولسمشراشرف غني دا برید په سختو ټکو وغانده او د کورنیو چارو وزارت ته یې په دې اړه د جدي څیړنو امر وکړ.

له ارګه په یو خپاره شوي بیان کې د ولسمشراشرف غني له خولې ویل شوي چې د هغوکسانو د نابودۍ لپاره به له هیڅ ډول هڅو لاس وانه خلي چې د دا ډول پېښو د رامنځ ته کېدو سبب کېږي.

ویل کېږي چې مطیع الله خان په ارزګان ولایت له مخکښو څیرو څخه او د امنیت په ټینګښت کې یې مهم رول درلود. وسله والو طالبانو پر نوموړي د ځانو وژونکې برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

د ارزګان سرپرست والي امان الله تیموري له ازادۍ راډیو سره په خبرو وویل، جنرال مطیع الله خان په سیمه کې پراخې ولسي اړیکې درلودې او همدې اړیکو ورسره مرسته کړې وه چې د امنیت په ټینګښت کې بریالی و اوسي.
د سیمي ځیني اوسیدونکي وايي، د حکومت له مخالفو وسله والو سره د قومندان مطیع الله خان جدي چلن ترډیره په دې ولایت کې د امنیت له ښه کېدو سره مرسته کړې وه.

خو اوس چې نوموړی ووژل شو، اغیزې به یې د ارزګان پرامنیت څه وي؟ دا پوښتنه مو د ارزګان له سرپرست والي امان الله تیموري څخه وکړه.نوموړي وویل:

″دې کې شک نه شته چې د مطیع الله خان مرګ یوه لویه ضایع ده. خو موږد امنیت له پلوه ډاډمن یوو او زموږ امنیتي ځواکونه به د نوموړي په نشتوالي کې د خپلو نورو مشرانو تر قومندې لاندې د ارزګان امنیت وساتي.″

مطیع الله خان که څه هم په خپل ولایت کې د امنیت په ټینګښت کې یوه مخکښه څیره ګڼل کېده خو د نوموړي منتقدینو او د بشري حقونو یو شمېرډلو نوموړی په سخت چلن او په ځینو مواردو کې له بشري حقونو څخه په سرغړاوي تورنوه.

په ارزګان ولایت کې مخکې استرالیايي ځواکونه میشت وو، یوې اسټرالیايي ورځپاڼې د مطیع الله خان د وژل کېدو په اړه لیکلي چې په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو یو ډیرنژدې متحد ووژل شو.

دې استرالیايي ورځپاڼې ویلي، که څه هم د نوموړي له خپلو مخالفانو سره په سخت چلن تورن و خو د طالبانو ډیر سخت دښمن وو.

XS
SM
MD
LG