د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

د روزنتونونو ریاست د بې سرپرسته ماشومانو ژوند نندارې وړاندې کوي


د افغانستان د روزنتونونو ریاست وايي چې د روزنتونونو د ماشومانو د ظرفیتونو د لوړولو او د دوی د ژوند د وضیعت ته د پاملرنې په هدف به د راډیويي او تلویزوني خپرونو د جوړولو لړۍ پیل کړي.

د دغه خپرونو د پیل تفاهم لیک د امریکا د سفارت په مالي مرسته د یو میلیونو او څلورلکه زره ډالرو په ارزښت د پنجشنبې په ورځ د رورنتونونو د لوی ریس او د پارسا موسسې د مشر ترمنځ لاسلیک شو.

د کابل د تهیه مسکن په روزنتون کې یو شمېرماشومانو دغه کارد دوی د استعدادونو د غوړولو او د دوی ژوند ته د پاملرنې په برخه کې ګټور وګڼلو.

دا لومړی ځل دی چې د روزنتونو ریاست د تلویزیوني او راډیويي خپرونوله لارې د بې سرپرسته ماشومانو د ژوند ننداره وړاندې کوي او غږ یې ترخلکو پورې رسوي.

په دغه کارکې به د روزنتونونوله لوی ریاست سره پارسا موسسه همکاري کوي.

د رونتونونو لوی ریس عبدالله هاشمي د پنجشنبې په ورځ د دغه خپرونو تفاهم لیک د نوموړې موسسې له مشرسره لاسلیک کړ.

ښاغلي هاشمي وویل چې د دغه تفاهم لیک له مخې به د یتیمو ماشومانو د ژوند له وضیعته تر راتلونکو اتلس میاشتو پورې د یو معتبره پروډکشن له لارې د کابل په ګډون د ولایتونو له یوولسو روزنتونونو نه شل تلویزیوني او شل راډیويي خپرونې جوړې شي:

″هره تلویزیوني خپرونه چې ۳۰ دقیقې به وي، منځپانګه به یي د رورنتونونو د ماشومانو فعالیتونه وي او چې کله دغه خپرونې جوړې شوې د پارسا موسسې له خوا به له ټولو غږیزو او تصویري رسنیو سره شریکېږي.″

ښاغلي هاشمي دغه شان وویل چې دوی د ماشومانو د ظرفیت د لوړولو او مسلکي کولو په هدف غواړي چې د روزنتونونو شپږ تنه ماشومان هم د کار د زده کړې لپاره دغه پروډکشن ته معرفي کړي.

د رورنتونو د لوی ریاست مسوولین د کابل د تهیه مسکن په رونتون کې د یو کوچني پروډکشن او د یو تعلیمي راډیويي سټیشن د جوړولو خبر هم ورکړ او ویې ویل چې له دې طریقه غواړي د روزنتونونو ځلمکیو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي.

د رورنتونونو د لوی ریاست د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې ۳۲ دولتي او ۴۸ خصوصي رونتونونه موجود دي چې شااوخوا ۱۳ زره ماشومانو په کې ژوند کوي.

خو بې سرپرسته ماشومان یواځې د روزنتونونو تر چت لاندې نه بلکې بهرهم اوسیږې چې د دوی ژوند ته پاملرنه هم ضروري ده.

د رورنتونونو مسوولان وايي، په پام کې لري چې د دغه ماشومانو د ژوند د ښېګڼې په هدف د پارسا موسسې په مرسته په راروان کال کې په شااوخوا پنځه زره ماشومانو هره میاشت دوه، دوه زره افغانی وویشي او له دې څخه څارنه وکړي.

په عین حال کې د پارسا موسسې اجرایوي ریسه میرمن مارني وايي چې دغه راډیويي او تلویزیوني خپرونې به سیاسي نه وي او یواځنی هدف یې له دغه ماشومانو څخه ملاتړ دی.

د کابل په تهیه مسکن روزنتون کې یو شمېر بې سرپرسته ماشومان د دوی د استعدادونو د روزنې په هدف د حکومت هڅو ته خوشبینه دي:

″ښه خپرونه ده، موږ کولای شو راتلونکي کې وطن ته خدمت وکړو، مثلاً خبریالي وکړو یا همدا د رسنیو په برخه کې کار وکړو.″

جنګ، اقتصادي ستونزو او په لسګونه نورو ستونزو په تېرو څو کلونو کې ګڼ شمېرماشومان بې سرپرسته کړل او ډېریو یې د شپو، ورځو د تېرلو په هدف د روزنتونونو لار ونیوه.

افغان کارپوهان وايي چې د دغو ماشومانو وضیعت ته پاملرنه ډېره مهمه ده او ټینګارکوي چې د حکومت ترڅنګ باید سوداګر او پانګوال هم دې برخې ته پام واړوي ترڅو دوی هم د نورو ماشومانو په شان یو هوسا او ارامه ژوند ولري.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG