په خوست کې یو شمېر کم عمره ماشومان په درنو کارونو بوخت دي، دوی وايي، چې کورنۍ يې بې وزله دي او له ناکامه په ښار کې درانه کارونه کوي، د دوی په وینا د کورنیو اقتصاد يې کمزورۍ دی او دوی اړ دي، چې د خپلو کورنیو د خرڅې یوه برخه دوی ورکړي.
د افغانستان ډیری خلک په اقتصادي لحاظ غریب او بې وزله دي، نو له همدې کبله د هرې کورنۍ غړی کوښښ کوي، چې د کار او لاس مزدورۍ په واسطه د کورنۍ نفقه وګټي او په دې کار کې خپلو کم عمره ماشومانو ته هم مسوولیتونه سپاري.
دا مهال په خوست ښار کې خورا ډېر ماشومان په درنو او وزمینو کارونو بوخت دي، دوی د کورنیو د مشرانو په شان دنده لري، چې هر ماښام کور ته پیسې یوسي او د کور خرڅ او خوراک پرې راونیسي.
دا ډول ماشومان د موټرو له مستریانو سره په شاګردۍ، ریړې چلولو، سبزي خرڅولو او ځینو ځایونو کې په پنډیتوب بوخت دي.
د محمدرحمن په نوم یو تن څوارلس کلن ماشوم مشال راډیو ته خپل مجبوریت داسې بیانوي:
"دلته ولډینګ کاري کوم، څه وکړو سخت دی، خو بل کار مو زده نه دی، د دوکان او کور کرایه پرې کوو، که دا کار ونکړو نه څه وکړو، همدا کار کوو او مکتب مو نه دی ویلی."
یو بل تن دیارلس کلن ماشوم وايي، چې د مزدورۍ په پیسو ځانته کالي او نور د اړتیا وړ توکي رانیسي، خو تر څنګ يې ښوونځی هم لولي:
"نوم مې مطیع الله دی په بازار کې پیاز او الوګان خرڅوو، والله په کور کې مجبویت دی، ځانته پرې کالي کوو، خوراک ته يې ګټو، زه ورځې درې څلور سوه ګټم، مکتب هم وایم، شپږم ټولګي کې یم، د درس نه وروسته بیرته راځم او دا کار کوم."
په خوست ښار کې یو کس چې د فلزکارۍ یا د اوسپنې کاروبار کوي، ده سره واړه ماشومان يې هم په کار لګیا دي، ده ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې ماشومانو باندې دا دروند کار کوي وايي:
"نوم مې محمداقبال دی، دلته فلزکاري کوو، دروازې او کړکۍ جوړوو، دا ځینې مې شاګردان او ځني مې زامن دي، تنخوا نه ورکوو، کار زده کوي، چې کار زده کړي، نو دا د دوی ګټه ده، دا دروند کار دی، خو که کار زده کړي، رزق دی بیا به يې پسې خوري، زه سپینږیری یم، نو له ناکامه ماشومان راسره مرسته کوي."
د ماشومانو د درنو کارونو په اړه د خوست ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس کمال الدین ځدراڼ وايي، چې دوی د یتمانو، سختو بې وزلو او هغه کسانو چې په نشه يي توکو روږدي دي، اولادونو ته يې یو روزنتون او یو وړکتون جوړ کړی، چې درې سوه دا ډول ماشومان په کې زده کړې کوي.
کمال الدین ځدراڼ زیاتوي، چې دوی سره پنځوس ماشومان لیلیه دي، چې درې وخته ډوډۍ لري او په کال کې دوه ځلې نوي کالي هم ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په مدني قوانینو کې د اتلسو کالونو څخه د کم عمر لرونکي کسان ماشومان بلل شوي او کورنیو ته لارښوونه شوې، چې ماشومانو باندې دې درانه کارونه نه کوي او په ټولو برخو کې دې دماشومانو سره ښه چلند وکړي.
راپور: نجیب الله الوخېل