د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

څلورو نورو کاندید وزیرانو ولسي جرګې ته خپل پروګرامونه تشریح کړل


ولسي جرګې ته د کاندید وزیرانو د پرګرامونو د تشریح کولوپه لړ کې د یکشبنې په ورځ څلورو کاندید وزیرانو خپل پروګرامونه بیان کړل.

کډوالوچارو، سوداګرۍ او صنایعو، اقتصاد او لوړو زده کړو وزارتونو ته کاندید وزیران وايي؛ د بریالیتوب په صورت کې به په اړوندو وزارتونو کې اساسي بدلونونه راولي.

مهاجرینوچارو وزارت ته کاندید وزیر عالمي بلخي ولسي جرګې ته وویل؛ که یې د باور رایه ترلاسه کړه پاکستان او ایران ته به سفرونه وکړي او د افغان مهاجر ستونزې به له نږدې وګوري او دایمي حل لارې به ورته پیدا کړي.

که تاسې راباندې باور وکړ د اعتماد رایه مو راکړه ممکن په کم وخت کې پاکستان کې د افغان مهاجرو د ستونزو د حل لپاره یاد هېواد ته سفر وکړم؛ څو دې ستونزې ته د حل لاره ولټوم.

هغه زیاته کړه، دا مهال نږدې پنځه میلیونه افغانان کډوال دي چې ډیری یې په ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران کې په سختۍ سره د ژوند شپې ورځې تیروي.

اقتصاد وزارت ته کاندید سردار محمد رحمان اوغلي وویل؛ د دې وزارت له تاسیسه تر ننه یاد وزارت سره سیاسي برخورد شوی.

هغه زیاته کړه، که بریالی شي، په یادو وزارت کې به ضرورتونه مشخص کړي؛ اړین بشري ظرفیتونه به ورته پیدا کوي؛ د پیاوړتیا لپاره به یې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې کوي.

بل خوا لوړو زده کړو وزارت ته کاندیدې خاطرې افغان؛ د خپلو پروګرامونو د تشریح پرمهال وویل؛ د افغانستان د پوهنتونونو د تعلیمي نصاب به له نړیوالو معیارونو سره برابروي.

که د باور رایه مو راکړه، د محصلینو لپاره د تعلیمي فرصتونو او تحصیلي بورسونو لپاره به زمینه برابره کړم؛ مالي او بشري امکانو پر بنسټ د نویو پوهنځیو جوړل؛ د لوړو زده کړو وزارت د ودانۍ بیا رغول او پراختیا، محصلینو په تېربیا د نجونو لپاره د لیلیو برابرول؛ د نویو کتابتونو او لابراتوارونو جوړل مې کاري پروګرامونه دي.

سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته کاندید سردار محمد رحیمي د ولسي جرګې غړیو ته وویل؛ افغانستان د سوداګرۍ لپاره په سیمه کې مناسب جغرافیوي موقعیت لري چې باید ورنه استفاده وشي.

هغه زیاته کړه، که ولسي جرګې د اعتماد رایه ورکړه؛ د غیر سالمې سوداګرۍ یا چاقاق مخنیوي به وکړي او سالمه سوداګرۍ به پیاوړې کوي.

د دې پروګرامونو له تشریح کولو وروسته یوشمېر وکیلانو انتقاد وکړ او ویې ویل چې دې ټولو وزارتونو ستونزې زیاتې دي او په کم وخت کې یې د حل امکان نه ترسترګو کیږي.

له دې وړاندې نهو نورو کاندید وزیرانو هم ولسي جرګې ته خپل پروګرامونه تشریح کړي او ټاکل شوې د روانې اونۍ په وروستیو کې ورته ولسي جرګه د رایې ورکوونې بهیر پیل کړي.

ولسي جرګې ۷ کاندید وزیران او د افغانستان بانک لپاره کاندید له دې وړاندې د دې لپاره رد کړي چې دوه ګوني تابعیت لري؛ خو ویل کیږي چې اوس د بهرنیو او کورنیو چارو او دغه راز کار او ټولنیزو چارو وزارتونو لپاره کاندید وزیرانو خپل دوه ګونی تابعیت لغوه کړی او ولسي جرګې ته یي اسناد لیږلي دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG