د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

ننګرهار: ناامني د شاتو مچېو پر کاروبار منفي اغیز کړی


په ننګرهارکې د شاتو مچيو د اتحادیه مسولین وايي، که څه هم د تیرو دیارلسوکلونو په موده کې په ننګرهارکې د شاتو د تولید په برخه کې د پام وړپرمختګ شوی او دلته د شاتو د تولید یوه فابریکه هم فعاله شوې، ولې اوس هم ناامني او د ځنګلونو او ګلانو نه شتون د دوی د فعالیتونو پر وړاندې سترې ستونزې دي.

د دې اتحادیه مسول ریاض محمد رودوال وايي، سره له دې، چې د ننګرهار همیشه بهار موسم د شاتو مچيو د روزنې لپاره مناسب دی او په دې ولایت کې د شاتو د پروسس فابریکه هم فعاله ده، خو په خبره يې د دې کاروبار لپاره ونې، بوټي او ګلان ډیر اړین دي.

دی وايي، ځينو سیمو کې، چې ګلان او بوټي وي هلته بیا امنیت نشته او په کومو سیمو کې چې د امنیت له پلوه دوی ډاډه وي هلته بیا ونې، ګلان او بوټې کم لیدل کېږي دی وايي، همدا ستونزه د مچيو کاروباریان دې ته اړ باسي، چې په ځينو وختونو کې دوی خپلې مچۍ پاکستان ته یوسي:

"اول زه خپله هم د مچيو فارم دار یم، ما مخکې د بټي کوټ کې د مچيو صندقونه کېښودل بیا څوځلي د جنګ په صحنه کې ګیر شوم، اوس هلته د صندقونه نه ږدو د ښارپه څنډوکې زموږ مچۍ دي دلته بیا هغسې ګلان نشته اوس زیاتره خلک د ژمي په موسم کې مچۍ پاکستان ته وړي، ځکه هغه ګلان او ونې لکه شړشم، بیره، پلوڅې یا نورې هغه دلته نشته."

نوموړی وايي، که چيرې په ننګرهارکې د شاتو مچيو روزلو لپاره په دې ولایت کې د ګلانو، بوټو او ونو ځانګړي مصنوعي فارمونه جوړشي نو د شاتو مچيو اتیا فیصده کاروباریان، چې اوس په پاکستان کې دي هغوی به هم خپل هېواد ته راستانه شي:

"دا یوه لویه پروژه غواړي چې باید مصنوعي ځنګلات جوړشي او زموږ مچۍ ساتونکې دې ته اړنه شي چې خپلې مچې پاکستان ته یوسي او هغه مچې ساتونکې چې پاکستان کې دي او افغانان دي همدا اوس نږدې ۸۰ فیصده افغان مچۍ ساتونکې په پاکستان کې کاراوبارکوي دوی ته هم باید د راتلو زمینه برابره شي او مصنوعي ځنګلونه دې جوړ شي او د دې لپاره موږ ډېرې دښتې او ډاګونه هم لرو."

سره له دې، چې د شاتو مچيو د ساتنې په برخه کې ځيني ستونزې موجودې دي، ولې بیاهم د شاتو کاروباریان د خپل کاره خوښ دي او په خبره د دوی تولید ښه بازار لري:

"نوم مې عبدالمجید دی، د بټي کوټ ولسوالۍ اوسیدونکې یم، اوس مې مچۍ په باریکاو کې دي، ۶۰ فامیله مچۍ لرم، زه له خپل کارو بار نه خوشاله یم، په مني او پسرلي کې مچۍ په ننګرهار کې ساتو او په نورو موسمونو کې يې بیا نورو یخو سیمو ته وړو.

صفي الله :زموږ سره چې کوم شات دي نو دا په افغانستان کې اولینه د پروسیس فابریکه ده او دا د څو کلونو د کوششونو نه وروسته جوړه شوې ده، دا سمه ده چې خارجي شاتو به په بازار یو څه اغېز کړی وي، خو په مجموع کې موږ د خپلو فروشاتو نه ډېر خوشاله یو."

په ننګرهارکې د شاتو مچيو اتحاديه د معلوماتو پر بنسټ اوسمهال په ننګرهارکې د شاتو مچيو څه باندې دوه سوه فارمونه شته، چې همدلته شات توليدوي.

دوی وايي، دغو ټولو ته يي په بېلابېلو برخوکې مسلکي زده کړې هم ورکړي، خو که چېرې په دې ولایت کې امنیت خوندي شي او د شاتو مچيو لپاره مصنوعي ځنګلونه جوړشي نو له دې سره به دا کاروبار نور هم وده وکړي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG