د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

په هلمند کې د واده پر مراسمو د راکټ لګېدو پېښه څېړل کیږي


نړېوالو ورځپاڼو د افغانستان په هلمند ولایت کې د واده پر مراسمو د راکټ د لګېدو د پېښې په اړه مطلب خپور کړی دی.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې په هلمند ولایت کې پر یوه واده د وروستۍ راکټي حملې په اړه چې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي په کې مړه او څه د باسه پنځوس ژوبل شوي ديیو مطلب خپور کړی دی.

ګارډین لیکي، افغان پولیس د دې ادعا په اړه چې د ملي اردو له خوا څرنګه په سنګین ولسوالۍ کې پر هغه کور چې د واده مراسم په کې روان وو؛ برید شوی دی، تحقیقات کوي.

ګارډین د هلمند د والي د مرستیال باچا ګل په حواله لیکي؛ پلټونکې په سیمه کې د اردو د دوو پوستو له سرتیرو تحقیقات کوي چې ایا دوی له طالبانو سره د جګړې پر مهال راکټي حملې کړې او که قصداً يې د واده مراسم په نښه کړي دي.

د مطلب لیکونکی وايي، د هلمند سنګین ولسوالۍ چې د اپیومو د تولید یو مرکز دی؛ له اوږدې مودسې راپدېخوا د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د دوامداره جګړو ډګر دی.

ګارډین د مقالې په پای کې لیکلي، د هلمند د سنګین د ملکي مرګ ژوبلې دا پیښه په داسې وخت کې شوې ده چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پایته رسولی دی او د جنوری له لومړی نیټې د افغانستان ټول امنیتي مسولیتونه د افغان ځواکونو پر غاړه دي.

ډېلي ټلیګراف:

ډېلي ټلیګراف ورځپاڼې بیا د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی چې عنوان يې دی: "لویدیځ باید د طالبانو پر وړاندې له افغان حکومت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي."

ورځپاڼه لیکي، دا د حیرانتیا خبره نه ده چې طالبانو تل ادعا کړې چې د افغانستان جګړه دوی ګټلې ده. خو د مقالې لیکونکی وايي؛ له بده مرغه په پټه په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموریت د پای د مراسمو ترسره کیدو د طالبانو دې پروپاګند ته نوره هم زمینه برابره کړه.

ډیلي ټلیګراف وړاندې لیکي؛ طالبان نړیوال ځواکونه د افغانانو د وینو د تویېدو مسوول ګڼي؛ حال دا چې اکثره افغانان د طالبانو په ځانوژونکو بریدونو او د سرک د غاړې د ماینونه ښکار شوي دي.

ورځپاڼه زیاتوي په ۱۳ کالو کې طالبان ځپل شوي دي؛ خو لا مات شوي نه دي.‍

د ډیلي ټلیګراف په وینا، اساسي او مهمه پوښتنه داده چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به طالبان د اشرف غني په مشرۍ نوی حکومت له څومره چیلنجونو سره مخامخ کړي؟

د مطلب لیکونکی وايي، د لویدځ په مرسته افغانستان اوس شاوخوا دوه لکه کسیزه اردو لري او د ناټو تر قومندې لاندې ۱۸۰۰۰ کسیزه ملاتړۍ ځواک به په دې هیواد کې پاتي څو افغانستان د طالبانو لاسو ته له پریوتو وژغوري.

خو ډیلي ټلیګراف د دې مقالې په کې لیکي چې لویدیځ باید د طالبانو د ګواښ پر وړاندې له افغان حکومته خپل ملاتړ ته دوام ورکړي؛ کنه نو د افغانستان د تیرې یوې لسیزې لاسته راوړنې به په اوبو لاهو شي.

XS
SM
MD
LG