د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

"په افغانستان کې د ناټو د جګړې پای او د طالبانو د حملو زیاتېدل"


کاناډایۍ انلاین خپرونه ډیجیټل ژورنال Digital Journal په یوه تحلیل کې چې سرلیک یې دی، په افغانستان کې د ناټو د جګړې پای او د طالبانو د حملو زیاتېدل لیکي، د نوي کال د جنوري په لومړې نېټه په افغانستان کې د ناټو په مشرې د امنیت د مرستندویو ځواکونو یا ایساف پوځي ماموریت پای ته رسېږي او ځای به یې د ملاتړ او روزنې ماموریت ونیسي.

خپرونه په افغانستان کې د نړېوالو پوځیانو د تلفاتو یادونه کوي چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې شمېردرې زره، څلور سوه او پنځه اتیا سرتېرو ته رسېږي.

ډیجیټل ژورنال د مطلب په دوام کې د ولسمشربارک اوباما د وروستۍ وینا یوه برخه رااخیستې ده.

ښاغلي اوباما د کرسمس په مناسبت په خپلو څرګندونو کې د افغانستان جګړې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په راتلونکو څو ورځوکې به د امریکا تر ټولو اوږده جګړه په مسوولانه ډول پای ته ورسېږي.

ډیجیټل ژورنال د یکشنبې په ورځ د ناټو د پوځي ماموریت د پای ته رسېدو په مناسبت په کابل کې د جوړې شوې غونډې یادونه کوي او لیکي چې په دې توګه له نړېوالو ځواکونو څخه د افغانستان درې نیم لکه کسیزملي امنیتي ځواک ته د مسوولیتونو انتقال بشپړ شو.

افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو انتقال سږکال دوبی پیل شو، خو دا کاناډایۍ خپرونه لیکي، وروستیو خونړیو حملو د هغو ادعاوو په اړه شک پیدا کړی چې ګنې طالبان کمزوري شوي دي.

ډیجیټل ژورنال زیاتوي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې تشدد په زیاتېدو دی دا حملې د هغې وېرې څرګندونه هم کوي چې ګنې په افغانستان کې د نړېوالو پوځي ماموریت بریالی نه و.

ډېلي ټلګراف ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې په افغانستان کې د بریتانیا د یوې استخباراتي ادارې له فعالیتونو پرده پورته کړې.

ورځپاڼه لیکي چې د GCHQ په نوم د مخابراتي سګنالونو د کشف ادارې له دوهمې نړېوالې جګړې وروسته په بهرکې خپل ترټولو لوی ماموریت د افغانستان په جنوب کې ترسره کړی.

ډېلي ټلګراف لیکي، بریتانوي چارواکو د لومړي ځل لپاره دا خبره افشا کړې ده چې د GCHQ مامورینو د طالبانو له حملو د برتانوي سرتېرو د ژغورنې لپاره د اقداماتو په ترڅ کې په هلمند او د جنوب په نورو سیموکې مکالموته غوږ نیولی.

د ډېلي ټلګراف د راپورله مخې د برتانیا د پوځي ماموریت له پای ته رسېدو سره سم دې ادارې خپل څه باندې څلورسوه ټنه د څارنې تخنیکي وسایل په سلو کانینرونوکې له افغانستانه واېستل چې حجم یې په عراق کې له ۲۰۰۳ کال وروسته د دې ادارې د ټولو وسایلو ترحجمه شپږ ځلې زیات و.

ورځپاڼه زیاتوي، GCHQ په افغانستان کې د فعالیت په اوج کې هغه مهال چې لسګونه سرتېري وژل کېدل او هره میاشت به خو د ساختو بمونو پوځیان ټپیان کول جګړه پرمخ بیوله او هڅه یې کوله هغه قوماندانان تشخیص او په نښه کړي چې د بمونو جوړولو وسایل یې له پاکستانه افغانستان ته قاچاق کول.

د GCHQ یا د حکومت د مخابراتو د مرکزي قرارګاه کارکوونکي په ۲۰۰۱ کال کې هغه مهال افغانستان ته ولاړل چې برتانیا د طالبانو د واکمنۍ د نسکورولو لپاره د نړېوال ائتلاف په چوکاټ کې خپل ځواکونه افغانستان ته واستول.

XS
SM
MD
LG