د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

سمر: لا هم په هیواد کې د بشر حقونه ترپښو لاندې کیږي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي چې د دوی او یوشمیر نورو ارګانونو له هڅو سره سره لا هم په هیواد کې د بشرحقونه ترپښو لاندې کیږي.

د دې کمیسیون مشره سیما سمر وایي چې په جنګ جګړو کې د بې ګنا کسانو وژل کیدل؛ د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او له ماشومانو سره ناوړه چلند د بشري حقونو د نقض عمده پیښې دي.

سیما سمر د یکشنبې په ورځ د بشري حقونو د ورځې په مناسبت غونډه کې وویل چې حکومت دې د دې ستونزو کمولو ته رغنده ستراتیژي او پلان جوړ کړي.

"موږ اوس هم په هیواد کې د ماشومانو او ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی شاهدان یو. شکنجه، اداري فساد او له قانونه سرغړونه هم شته او د غیر مسوولو وسله والو شتون نا امینو ته زمینه برابره کړې ده.

زموږ هیله ده چې د بشرحقونه په هرډول شرايطو کې خوندي وساتل شي."

د بشرد حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې په جګړې کې له ښکیلو خواو هم وغوښتل چې د نښتو پرمهال دې د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي.

دې تاکید وکړ، هغه کسان چې د هیواد په څه باندې دیرش کلنو جنګونو کې د بیګناه خلکو د وژلوسبب شوي؛ باید ژرترژره په ګوته او د قانون منګلو ته وسپارل شي.

د ځینو نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې له تیرو څه باندې دیارلسو کلونو راهیسې د حکومت او مخالفینو په نښتو کې شاوخوا اویا فیصده خلک د مخالفینو او نور د حکومت له خوا وژل شوي دي.

خو په همدې اړه مراسمو کې ولسمشر اشرف غني ډاډ ورکړ چې هرډول تاوتریخوال محکوموي او د خلکو له حقونو څخه به دفاع کوي:

"شکنجه چې د هرچا له خوا کیږي؛ وحشت ته ځي.

موږ هرډول شکنجه که دولتي یا غیردولتي وي او یا نړیواله وي، محکوموو يې.

موږ د خپلو خلکو له حقونو څخه په کلکه دفاع کوو."

د افغانستان د بشر د حقونو د کمیسیون له خوا؛ د خلکو د ژوند د خوندیتوب هیله او په دې اړه د جمهور ريیس ډاډ ګیرنه په داسې حال کې کیږي چې د دې هیواد په ځینو سیمو کې اوس هم نجونې په زور ودیږي؛ د جنسي تیریو ښکار کیږي، د زده کړو دروازې یې پرمخ تړلي او حتی له کوره تیښتې او ځان وژلو ته اړ ایستل کیږي.

څیړونکي وایي، ترڅو چې حکومت د بشري حقونو سرغړونکي مجازات نه کړي؛ د بشري حقونو د نقض مخه به ونه نیول شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG