د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

د افغان ترجمانانو برخلیک


واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په یوې مقاله کې د هغو افغان ترجمانانو د برخلیک په اړه یو مضمون خپورکړی چې په افغانستان کې یي له امریکايي ځواکونو سره کار کړی دی.

ورځپاڼه لیکي:

تمه ده چې د امریکا کانګرس څلور زرو افغان ترجمانانو ته چې له امریکایي ځواکونو سره یي کار کړی، امریکا ته د تلو او استوګنې ویزې تائید کړي، خو بیا به هم زیات شمېرافغان ترجمانان امریکا ته د تلو او اقامت ویزې تر لاسه نکړاي شي او په هیواد کې به پاته وي.

ورځپاڼه لیکې: شاوخوا ۱۲ زرو افغان ترجمانانو امریکا ته د تلو او استوګنې د ویزو غوښتنې کړیدي.

ورځپاڼه وړاندي لیکي:

په هره اندازه چې افغان ترجمانان په امریکا کې د اقامت یا استوګنې ویزو ته منتظر پاته کېږې، په هماغه اندازه یي ژوند ته ګواښونه زیاتیږي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د جنګي ماموریت د ختمیدو په اړه یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي لیکي:

د دوشنبې په ورځ د کابل په مراسموکې د بهرنیو ځواکونو بیرغ ښکته شو، د امریکا متحده ایالاتو او متحدانو یي په دې هېواد کې خپل جنګي ماموریت ختم اعلان کړ.

د ۲۰۱۵ م کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې وروسته به ایتلافي ځواکونه په افغانستان کې ۱۳ زره عسکر وساتي.

نیویارک ټایمز لیکي:

د بیرغ ښکته کولو په مراسمو کې د امریکا د جنګي ځواکونو قوماندان جنرال جوزیف اندرسن وینا وکړه او ویي ویل:

″زه نه پوهیږم چې خوشبینه او که بدبینه یم. حقیقت دا دی چې موږ به په لږو ځایونو کې حضور ولرو، زموږ شمېربه کم وي او ښکاره ده چې دا د اندیښنې وړ مسله ده.″

ورځپاڼه لیکي:

جنرال اندرسن دا هم وویل، د افغان امنیتي ځواکونو له حده زیات تلفات او له پوځ نه د تیښتې شمیر د زغم وړ نه دي.

د افغانستان پوځي ماموریتونه د استخباراتو پرځای، په سیاسي مداخلو پرمخ وړل کېږي. پولیس او ملي پوځ یو ځاي کار نه کوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، په افغانستان کې د امریکا د جنګي ځواکونو قوماندان جنرال جوزیف اندرسن زیاته کړه، ښه خبر دا دی چې طالبان د ستراتیژۍ، مشرتابه او منابعو له پلوه له ستونزو سره مخامخ شوي او له همدې امله د دوي اغیزمنتیا کمه شوې ده.

ښاغلي اندرسن د خپلو خبرو په دوام کې وویل، روان کال په افغانستان کې دوزخ ته ورته و.

دا مهال هر سړی غواړي چې تیرهیر کړي، خو البته موږ لاهم مناسب کسان په مناسبو ځایونو کې نه لرو او له همدي امله خلک نه پوهیږي چې څه وکړي.

د افغانستان امنیتي ځواکونو ته لوژستیک له زیاتو ستونزو سره مخامخ دی، د افغانستان د بېلابېلو برخو پوځي اډو کې موټر او نقلیه وسیلې ترمیم او رغاونې ته اړتیا لري او هغو سیمو ته د قواو استولو د پلانونو اړتیا ده په کومو چې طالب وسله وال واکمن دي. په دې سربیره، افغان حکومت تر اوسه کابینه نده جوړه کړي، د پولیسو او پوځ په ګډون، د حکومت زیاته برخه یی فلج کړې ده.

XS
SM
MD
LG