د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

منجو: د افغان میرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عواملو د موندلو لپاره دې جدي اقدامات وشي


په افغانستان کې باید د ښځو پر وړاندي د تشدد د عواملو د موندلو لپاره جدي اقدامات وشي.
په افغانستان کې باید د ښځو پر وړاندي د تشدد د عواملو د موندلو لپاره جدي اقدامات وشي.

د بشري حقونو او ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې د ملګروملتونو ځانګړې راپورترې افغانستان ته تر خپل اته ورځني سفر وروسته په دغه هېواد کې د ښځو د وضعیت په اړه یو راپور وړاندې کړ.

رشیدې منجو که څه هم په خپلو څیړنو کې دا نه دي ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او که نه، خو په عمومي توګه یې په خپل راپورکې د افغان ښځو پر وړاندې موجوده ستونزو ته اشاره کړې.

میرمن منجو وویل چې، دا به په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه خپل بشپړ راپور د راتلونکې میلادي کال د جون په میاشت کې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړي.

رشیده منجو وايي، سره له دې چې په تیرو دیارلسو کلونوکې په افغانستان کې د ښځو لپاره یو لړکارونه شوي، خو دغه کارونه په هیڅ ډول کافي نه بولي.

اغلې منجو د بشري حقونو او ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې د ملګروملتونو ځانګړې راپورتره ده.

نوموړې شاوخوا یوه اونۍ مخکې افغانستان ته راغلې ده او د کابل په ګډون یې په هرات او جلال اباد کې د ښځو د وضعیت په اړه څيړنې کړي دي.

میرمن منجو په افغانستان کې د ښځو په وړاندې یو شمېر ستونزې داسې په نښه کوي:

″راپورونه او مرکې دا ښیې چې، په افغانستان کې هم په شخصي او هم په ټولنیزو برخو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بېلابېل ډولونه شته.

لکه د خاوند او یا خپلوانو له لوري تاوتریخوالی، مخکې له وخت او په زوره ودونه، بد او بدل ورکول، ځان سوځونه او ځان وژنه.″

رشیدې منجو وویل، په افغانستان کې یوه اساسي ستونزه په عدلي او قضایي اداروکې ده چې د تاوتریخوالي د قرباني شویو ښځو ستونزو ته په سمه توګه رسیدګي نه کوي او له همدې امله په زیاتره سیموکې ښځې د سیمه ییزو شوراګانو او جرګو له لارې خپلې ستونزې هواروي.

میرمن منجو وویل، یوه بله ستونزه په ځانګړي توګه د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د ښځو په منځ کې د کافي سواد نه شتون دی.

دا وایي، یوشمېر ښځې له دې ویرې چې طلاق ورنکړل شي، یا له میراثه بې برخه نه کړل شي او اولادونه یې ترې وانخیستل شي په زیاتره مواردو کې خپل آواز نه پورته کوي.

نوموړې هیله څرګنده کړه چې د افغانستان نوی پارلمان به چې ټاکل شوې راتلونکې کال رامنځ ته شي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون تصویب کړي:

″زما په فکر افغانستان په ۲۰۱۴ کال کې تریوه کال مخکې په یو ښه وضعیت کې دی.

راتلونکې کال به انتخابات وشي او نوی پارلمان به جوړشي. دا پارلمان به د نورو قوانینو ترڅنګ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د قانون په برخه کې د افغانستان د مصلحت په اړه فکر وکړي.″

منجو وویل چې، د افغانستان د حکومت له لوري له ښځوسره د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې د پخواني ولسمشرحامد کرزي فرمان یو ښه ګام وخو تمه یې څرګنده کړه چې دا فرمان په سمه توګه عملي شي.

ټاکل شوې ده، د ښځو پر وړاندې د تشدد د مخنيوي په برخه کې د ملګروملتونو ځانګړې راپورتره د افغان ښځو د ژوند د وضعيت په اړه خپل راپورد ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړي.

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني هم وایي، په افغانستان کې په تیرو دیارلسوکلونو کې د ښځو د وړتیاوو د لوړولو لپاره یولړ کارونه شوي، خو شوي کارونه کافي نه بولي او ټینګارکوي چې نوی حکومت به د افغان میرمنو لپاره لا زیات او ګټورکارونه تر سره کړي.

XS
SM
MD
LG