د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

په بلخ کې د عاشورا مراسم په امنه فضا كې ترسره شول


په بلخ ولايت د امنيې عمومي قومندانۍ چارواكي وايي، چې د عاشورا مراسم په مزارشريف كې له كلكو امنيتي تدابيرو سره پاى ته ورسېدل.

په مزارشريف ښاركې د عاشورا له مراسموڅخه د حضرت علي كرم الله وجهه په زيارت كې لمانځنه وشوه چې په كې زرګونو تنو عزادارانو ګدون درلود.

په مزارشريف ښاركې عزادارانو د حضرت امام حسين له قيام او د عاشورا له مراسمو څخه د حضرت علي كرم الله وجهه په روضه كې لمانځنه وكړه.

نن له سهار وخته تر ۱۲ بجو په مزارشريف ښار كې د حضرت علي روضه ته غځېدلي لويې لارې او كوڅې د ترافيكو پرمخه تړلې وې او سلګونه تنه امنيتي ځواكونه د مزارشريف ښارپه كوڅو كې د عاشورا د مراسم د امنيت د ټنګښت لپاره راوتي ول.

په دې مراسموكې چې زرګونه تنوعزادارانو ګډون درلود، د بلخ د امنيې قومندانۍ د امنيت امرعبدالرزاق قادري ازادۍ راډيوته وويل چې مراسم پرته له كومې امنيتي پېښې پاى ته ورسېدل:

"په بلخ ولايت كې د عاشورا يا د محرم د لسمې څخه د لمانځنې مراسم په كلك امنيتي تدابيرسره پاى ته ورسېدل، په زرګونو تنو كسانو د حضرت علي په روضه كې د عاشورا په مراسمو كې ګډون كړى وه."

له بل لوري د بلخ ولايت د حوزوي روغتون چارواكي وايي، چې له ترې ورځې را پدېخوا څه باندې ۵۰۰ تنو كسانو دې روغتون ته مراجعه كړې او د عاشورا د مراسمو د لمانځنې او هغه ته د احترام په خاطر يې ناروغانو ته وينه وركړې ده.

د حضرت علي په روضه كې د عاشورا د مراسمو لمانځ غونډې ته د بلخ مرستيال والي ظاهر وحدت هم خبرې وكړې.

وحدت وويل چې؛ د وخت په تېرېدو او د مختلفو مذهبي فرقو په رامنځته كېدو سره اوس مهال زموږ په دين او مذهب كې هم يو څه خرافات ور زيات شوي دي.

اساسآ د وحدت منظور له مذهبي خرافاتو څخه د قومې وهل او د عاشورا په ورځ د عزادارانو له خوا د ځنځير وهل ول.

همدارنګه څو تنه عزاران چې د بلخ حوزوي روغتون ته د وينې وركوني په خاطر راغلي د قومې وهل حرام وګنل او ازادۍ راډيو ته داسې وويل:

"نوم مز فرید دی، د قومې وهل اساس ناروا كار دى، موږ دلته راغلي يو چې يوه ناروغ او هغه هم وطن ته چې وينې ته اړتيا لري وينه وركړو."

"زما له نظره د وينې توينوې پرځاى چې يوه اړكس ته چې اړتيا يې وي، وينه وركړو دا به ثواب لري، او هم د وينې له بېځايه توېدو څخه مخ نيوى كيږي."

په داسې حال كې په بلخ ولايت كې د امنيتي ځواكونو لخوا د عاشورا مراسمو ته كلك امنيتي تدابير پلان شوي ول، چې نن د محرم په لسمه نسبت تېر كال ته د حضرت علي په روضه كې د عاشورا د مراسمو د لمانځنې لپاره د خلكو حضور په كراتو كم برېښده.

راپور: مجيب الرحمن حبيب زى، مزارشريف

XS
SM
MD
LG