د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

په پاکستان د عاشورا لپاره کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي


د پاکستان د نورو ښارونو په څېر د خيبر پښتونخوا د مرکزي ښار پېښورامنيتي چارواکي وايي، چې په دې ښارکې يې د عاشورا لپاره کلک امنيتي تدابير نيولي او په ډېري حساسو سيمو کې يې د پوليسو او نيمه پوځيانو اضافي سرتېري ځاى پرځاى کړي دي.

په پاکستان کې هرکال د محرم په نهمه او لسمه ورځ د بدامنۍ، بمي چاودنو او ځانمرګو بریدونو پېښې لیدل کیږي، چې له امله يې خلک اندېښمن وي او د دې هېواد امنيتي ارګانونه په کې د امنيت ټينګ ساتلو لپاره په هغو سيمو کې چې د شيعه_ سني مذهبي تاوتريخوالي وېره پکې وي، زرګونه سرتېري ځاى پرځاى کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان وايي، د پاکستان په څلور پنځوسو ښارونو کې یې له دوه دیرشو زرو زیات امنیتي ځواکونه ځای پر ځای او د امنیت د ساتلو لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

د هغه په وينا، چې د دوشنبې او سه شنبې يعنې د محرم په نهمه او لسمه ورځ به، د پېښور په ګډون د خيبر پښتونخوا ايالت په نورو سيمو او همداراز د پاکستان په يو شمېر سترو ښارونو او حساسو سیمو کې د موبایل ټیليفون شبکې غېر فعالې وي.

د پېښور ښار کمشنر ظهير الاسلام وايي، چې د عاشورا د ورځې په مناسبت يې په دې ښآر کې کلک امنيتي تدابير نيولي، د موټر ساېکلونو پر ګرځېدو يې بنديز لګولى او همداراز يې افغان کډوالو ته خبردراى ورکړى، چې ښار ته له راتلو دې ډډه وکړي.

نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

" محرم کې موږه سيکيورټي پلان Prepare [ترتيب] کړى دى، زموږ Deployment شته، ارمي او سټينډ باى [چټک ولاړ دي] که ضرورت يې پېښ شي، نو موږ ته ژر رارسېدلى شي. زمږ درې کمربنده سيکيوريټي پلان دى، په فرنټير سړک باندې پوستې دي، رينګ روډ سړک باندې پوستې دي او پېښور ته د افغان مهاجرينو د راننوتلو باندې پابندې دي. "

د ظهير الاسلام په وينا، دا ځل د محرم الحرام مياشت د نورو کلونو په پرتله يو څه حساسه ده او امنيتي ادارو پکې په نهمه او لسمه ورځ د ناوړه پېښو د رامنځته کېدو وېره څرګنده کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې په پاکستان کې په وروستيو کلونو کې د شیعه او سني ډلو ترمنځ د مذهبي تاوتريخوالي پېښې زيات شوي دي او د بشري حقونو د څار د ډلې د راپورونو له مخې، له ٢٠١٢م کال راهيسې په پاکستان کې د مذهبي تاوتريخوالي په پېښو کې نزدې اته سوه شیعه ګان وژل شوي دي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG