د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

۲۰۰ ښځینه پولیس افسرانې د مسلکي زده کړو لپاره ترکیې ته لېږل کیږي


که څه هم د امنیتي ځواکونو په لیکه کې د ښځو د کمرنګه حضور په اړه اندیښنې موجودې دي؛ خو د کورنیو چارو وزارت دوسوه پولیس افسرانې د مسلکي زده کړو په هدف ترکیې ته ولیږلې.

دغه افسرانې د شنبې په ورځ ترکیې ته روانې شوې او د څلور میاشتو لپاره به هلته مسلکي امنیتي زده کړې وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د جندر او د بشر حقونو مشره حکمت شاهي وایي چې دا افسرانې به له راستنېدو وروسته د هېواد د څلوردېرشو ولایتونو په قومندایو کې په دنده وګمارل شي:

"دوی به په ټولیز ډول په مسلکي برخه کې زده کړې کوي؛ شمېر یې ۲۰۰ تنو ته رسیږي، چې سل تنه ښځینه افسرانې نن ترکیې ته ځي او سل تنه نورې سبا ته ځي."

په تیرو څو کلونو ترکیې په سلګونه افغان امینتي ځواکونه په پوځي او امنیتي برخو کې روزلي او د کورنیو چارو وزارت د امینتي ځواکونو روزل د هېواد د امنیت او ثبات لپاره اغیزناک بولي.

ترکیې ته د تلونکو ښځینه افسرانو یوه غړې او مسوله نجیبه وايي؛ دغه افسرانې به له راستنېدو وروسته په هره برخه کې چې غواړي په دندو به وګمارل شي:

"موږ ډیر کوښښ کوو چې په راتلونکې کې نجونې امینتي لیکو ته وهڅول شي او د پولیسو په چوکات کې راشي."

کامله اوزمندیانه یو بله افسره ده چې له ښوونځي نه فارغه شوې؛ وايي، ترکیې ته د مسلکي زده کړو لپاره ډیره خوشحاله ده.

نوموړې له نورو کورنیو نه غواړي؛ څو خپلو نجونو ته اجازه وکړي چې په امنیتي برخو کې له افغان امینتي ځواکونو سره اوږه په اوږه کار وکړي.

"زه د آرامۍ احساس کوم څو ترکیې ته لاړ شم؛ هلته ښې زده کړې وکړم او له راستنېدو وروسته بیا په خپل هېواد کې خدمت وکړم."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت غواړي چې د راتلونکي لمریز کال تر پایه د ښځینه پولیسو شمېر ۵۰۰۰ ته ورسوي.

د دې وزارت ادارې مرستیال ټينګار کوي چې د ښځینه پولیسو حضور په امینتي لیکو کې د کورنو د تلاشۍ پرمهال زیاته مرسته کوي.

دا وزارت وايي، ترکیې ژمنه کړې چې د امنیتي ځواکونو د تجهیز او روزنې په برخه کې له امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي.

اوس مهال د ښځینه پولیس افسرانو زده کړې هم د دواړو هیوادونو ترمنځ د لاسلیک شوې موافقتنامې یوه برخه ده.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG