د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

افغان لوبغاړي له اسیايي المپیکه له دوو مډالونو سره هېواد ته راستون شول


د اسیا المپیک په اوولسم پړاو سیالیو کې افغانستان د ټکوانډو په برخه کې د برونزو یو مډال او د دې لوبو تر څنګ د کرکټ په لوبو کې د سپینوزرو یو مډال ترلاسه کړل.

د افغانستان د المپیک کمېټه وايي، د اسیايي المپیک پنځلس ورځنۍ سیالۍ چې په جنوبي کوریا کې ترسره شوې؛ افغانستان دوه مډالونه یو د سپنوزور او بل هم د ژیړو یا برونزو ترلاسه کړل.

د افغانستان د کرکټ بورډ رییس شهزاده مسعود د دوشنبې په ورځ د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې لوبغاړو ته د ښه راغلاست په مراسمو کې خبریالانو ته وویل؛ د اسیايي المپیک لوبو ترڅنګ د افغانستان کرکټ "الف ټیم" په پرلپسې ډول هانکانګ او نیپال ټیمونو ته ماته ورکړې او له سریلانکا نه يې ماته خوړلې ده.

دغه سیالۍ چې هر څلور کاله وروسته ترسره کیږي؛ په دوه زره لسم میلادي کال کې هم افغانستان کرکټ دویم مقام ترلاسه کړی و.

د المپیک په اسیايي لوبو کې افغان لوبغاړو په یوولیسو بېلابېلو څانګو کې ګډون کړی و؛ چې په ټکوانډو برخه د برونزو مډال ترلاسه کړل.

احمد رومان عباسي د ټکوانډو په برخه کې خپلو قزاقستاني، یمني او هندوستاني سیالانو ته ماته ورکړه؛ خو له کوربه کوریايي سیال نه یې ماته وخوړله او د برونزو مډال یې ترلاسه کړ.

ښاغلي عباسي د خپلې بریال په اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

"باور وکړئ نن داسې احساس کوم چې؛ افغانستان ته مې تر ټولو لوړ او عالي مډال راوړی دی؛ د خلکو او مینه والو بې ساري تشویق چې ګورم نور هم انګیزه اخلم؛ انشاء الله په راتلونکي کې به افغانستان ته لوی ویاړ راوړم."

په یادو اسیايي المپیک سیالیو کې د پینځه څلویښت هېوادونو لوبغاړو ګډون کړی و او په شپږدیرش څانګو کې يې بېلابلې لوبې ترسره کړې.

داچې ولې په یادو سیالیو کې افغانستان لږ بریا ترلاسه کړې؛ د افغانستان د المپیک کمېټې چارواکي وايي؛ افغانستان په تېرو څلور کلونو کې په ځانګړې ستراتیژۍ کار نه وو کړی.

د دې کمېټې رییس فواد هاشمي وايي:

"تخنیکي دلیل یې دا و، چې فدارسیونونو په تېرو څلور کلونو کې په مشخص پلان او ځانګړې ستراتیژۍ کار نه و کړی؛ کارونه یې روزمره وو، د فدراسیونونو په کچه کمزوری مدیریت او منجمنټ د دې باعث شوی چې؛ ښه نتیجه ترلاسه نه شو کړای؛ خو د اسیا په کچه د افغانستان درجه بندي سږ کال ښه وه."

هغه زیاته کړه چې، په راتلونکي اسیايي المپیک سیالیو کې د ګډون په هدف به په ځانګړي پروګرام کار وکړي او ښې لاس ته راوړنې به ولري.

اسیايي المپیک سیالۍ په ۱۹۸۷ کال کې رامنځ ته شوې.

XS
SM
MD
LG