د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

"افغانستان هغه شان چې لازمه وه پرمختګ نه دی کړی"


نړېوالو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د ملي یووالي حکومت او لاسته راوړنو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې د افغانستان په اړه په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي؛ د ملي یووالي د حکومت په اړه له موافقې وروسته زیات شمېر افغانانو د راحت احساس وکړ او دې موافقې امریکا او متحدانو ته هم لاره پرانسته چې؛ په افغانستان کې د خپلوځاني او مالي زیانونو په بیه خپلې لاسته راوړنې تر یوه حده خوندي وساتي.

د ګارډین په لیکنه، د متحده ایالاتو لپاره په افغانستان کې د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو ګټه دا ده چې؛ نوی افغان مشرتابه چمتو دی له واشنګټن سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.

دغه راز دا موافقه د ولسمشرۍ حامد کرزي واکمنۍ ته چې په دې وروستیو کلونو کې يې له امریکا سره جنجالي اړیکې درلودې؛ د پای ټکي ږدي.

خو د ورځپاڼې په وینا، دا موافقه له زیانونو سره هم مل وه.

په افغانستان کې د انتخاباتو پروسې خپل حیثیت بایلود او دا ثابته شوه چې؛ د خلکو برخلیک د رایو د صندوقونو له له لارې نه؛ بلکې د تړلو دروازو ترشاه ټاکل شوی دی.

د مطلب لیکونکی وايي، ښايي زیات وخت ولګیږي، تر څو د انتخاباتو پروسې ته اوښتي زیان جبیره شي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا د افغانستان په اړه د پاکستاني ژورنالست احمد رشید یوه مقاله خپره کړې ده چې؛ په کې راغلي:
"افغانستان هغه شان چې لازمه وه پرمختګ نه دی کړی."

احمد رشید لیکي، متحده ایالاتو له ۲۰۰۲ کال څخه نیولې تر ۲۰۱۳ کال پورې په افغانستان کې څه د پاسه ۶۴۰ میلیارده ډالر لګولي او ټاکل شوې وه چې، افغانستان اوس پر خپل ځان متکي شوی وي؛ خو په دې برخه کې شوی پرمختګ د پام وړ نه دی.

احمد رشید وړاندې لیکي، افغانستان په ۱۹۷۰ کلونو کې یو ناداره هیواد و؛ خو بیا هم خپله غله يې درلوده او بهر نړۍ ته يې د میوو، لاسي صنایعو او قیمتي ډبرو پراخ صادرات درلودل.

خو اوس اداري فساد او د نشه یي موادو کاروبار د افغانستان اقتصاد ته سخته ضربه ورکړې ده او دا ستونزې د دې سبب شوي چې؛ له دې هیواد څخه د سلګونو میلیونو ډالرو پانګه بهر ته وویستل شي.

نیویارک ټایمز ته احمد رشید لیکلي؛ که په افغانستان کې دننه او د دې هیواد د بهرنیو متحدانو ترمنځ ریښتینولي موجوده نه وي؛ نو لرې نه ده چې دا هیواد بیا د کورنۍ جګړې کندې ته ولویږي او تر طالبانو هم سخت دریځه ډلې په کې واک ته ورسیږي او برخلیک يې د عراق او سوريي په شان وي.

ټایم ان لاین:

خو ټایم ان لاین خپرونې بیا د امریکا د ډیموکراټ سناتور کارلن لیفین له قوله لیکلي چې؛ افغانستان د پام وړ لاسته راوړنې لري او باید د دې هیواد د راتلونکې په اړه مایوسه نه شو.

د خپرونې په وینا، ښاغلي لیفین ویلي، له ۶۵ نه تر ۷۰ په سلو کې کسان د افغانستان له جګړې راضي نه دي؛ خو د افغانستان له ۷۰ تر ۸۰ فیصده خلک په دې باور دي چې؛ جګړه د دوی په ګټه وه.

دغه امریکايي سناتور ویلي، هغه کسان چې له افغانستان څخه زرګونه کیلومتره لري دي؛ ښايي د دغه هیواد په اړه سم قضاوت ونه کړي.

ټایم ان لاین خپرونه وړاندې لیکي؛ د امریکا مالیه ورکوونکي دا حق لري چې؛ د افغانستان د جګړې په اړه پوښتنه وکړه؛ خو سناتور لیفین وايي، که چیرته ورته افغانستان ته د سفر فرصت برابر شي؛ نو دی به د امریکا خلکو ته دا پیغام راوړي چې؛ په افغانستان کې د امریکا هڅو څومره ګټه کړې ده.

XS
SM
MD
LG