د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

حافظي: سر له همدې شیبې په کابل کې ګاز په ۶۰ افغانۍ پلورل کیږي


د افغانستان د سوداګرۍ اوصنایع وزارت، د سوداګرۍ خونې او د ګازو د واردوونکو ټولنې په ګډه د ګازو په بیه کې د کموالي خبر ورکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعوخونه او د ګازو د واردوونکو ټولنه وايي؛ د خلکو ستونزو او اندیښتو په کتو یې پریکړه کړې، چې د لنډې مودې لپاره په بازارونو کې ګاز له ګټې پرته وپلوري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د بهرنیو اړیکو ریيس اذرخش حافظي د دوشنبې په ورځ په کابل کی د ګازو د نویو بیو په اړه خبریالانو ته داسې معلومات ورکړل:

"پریکړه وشوه چې، یو کیلو ګاز په هغو ولایتونو کې چې د ګازو له صاد روونکو هیوادونو سره پوله لري؛ په څلورپنځوس افغانۍ او په کابل او څیرمه ولایتونو کې به سر له همدې شیبې؛ په شپیته افغانیو وپلورل شي."

مسوولینو وویل، په دې بیو کې یوازې شپږ افغانۍ چې هغه هم ګټه نه بلکی ضایعاتو ته ځانګړې شوي؛ په پام کې نیول شوی دي.

دوی داهم وویل، په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د ګازو ځینو پلورونکو یوه کیلو ګاز له اویا و څخه نیولې تر اتیا افغانیو پورې پلورلي چې؛ دې وضعیت د خلکو اندیښنې را پارولې وې.

د افغانستان د سوداګرۍ د خونې او د ګازو د واردوونکو ټولنې مسوولینو وویل؛ د دوی روان فعالتیونه بې ستونزو هم نه دي.

دوی له حکومته وغوښتل چې؛ تعرفې دې ورته کمې، په لویو لارو کې دې ورته اسانیتاوې برابرې او په سرحدي ګمرکونو کې دې، د مامورینو کاري ظرفیتونه لوړ کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکو د خصوصي سکتور د دغه اقدام هرکلی وکړاو ژمنه یې وکړه چې؛ د دوی د ستونزو اوارۍ ته جدي هڅې وکړي.

د دې وزارت د ګازو او نفتو د تصدي ريیس فریداله شیرزي وویل:

"نن یو کمیسیون جوړیږي چې سوداګر، د ګازو د واردونکو ټولنې مسئولین او دولتي چارواکي به په کې وې؛ دوی به د ګازو بیې څاری او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې؛ په غیر قانوني ډول د ګازو بیې لوړې کړي او بله دا چې سوداګرواو وارد وونکو ته وعده ورکوو چې؛ د دوی ټولې ستونزې به په لږه موده کې اوارې شي."

د ګاز واردوونکو داهم وویل، اوسمهال یوازی له ترکمنستان څخه افغانستان ګاز واردیږي؛ دوی له حکومته وغوښتل له نوروګاونډیو سره هم اړیکي پراخې کړي چې؛ ګاز ځنې وپلورل شي.

چارواکو داهم وویل، د ګازو ټاکل شوې بیې په نړیوالو مارکیټونو پورې اړه لري؛ دوی هیله وښوده د ګاونډیو هیوادونو په مارکیټونو کې د ګازو بیې لوړې نه شي.

په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د ګازو بېې په داسې حال کې کمیږي چې پخوا تردې هم ورته پریکړې شوې وې؛ خو د ګازو ځینو پلورونکو پرې عمل نه و کړی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG