د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

په کندز کې د ميندو او ماشوم د مړينې کچه راټيټه شوې


د کندز د عامې روغتيايي چارواکې وايي، چې د تېروکلونو په توپېرد میندو او ماشوم د مړینې کچه را ټيټه شوې ده.

چارواکې زیاتوي، په يو شمېر لیرو پرتو سيمو کې يې روغتيايي مرکزونه جوړکړي، چې له امله يې د دغه ولايت ۸۵ سلنه خلکو روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسى پيدا کړى دى.

د کندز د حوزوي روغتون امر ډاکټر بدالقدوس میاخیل له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، چې کومه څیړنه چې تېر کال دعامه روغتیا وزارت د هېواد په سطح ترسره کړې د ميندو اوماشوم په مړینې کې کموالي راغلی.

هغه وايي، چې پخوا به د هېواد په سطح په سل زره ژوندې زیږندو کې به ۱۶۰۰ میندون خپل ژوند له لاسه ورکاوه، خو اوس مهال دغه شمېر ۲۵۰ راټيت شوی:

″د دې ترڅنګ چې روغتيايي استیاوې زیات شوي دي، د کندزمرکزپه سطح او په شپږو ولسوالیو کې اوس مهال ۶۵ کلینیکونه شته دي او په دې روغتیايي مرکزونوکې اکثره مسلکي قابلۍ او ښځينه ډاکټرانې کار کوي چې له امله یې د میندو په مړینې کې فوق العاده کموالې راغلی.″

میاخیل زیاتوي، چې څوکال وړاندې د کندزپه حوزوي شفاخانه کې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ میندو د ولادت لپاره مراجع کوله خو اوس مهال دغه شمېرڅلور برابر زیات شوی دی:

″اوس مهال هره ورځ د کندزحوزوي شفاخانه ته څه باندې ۴۰ تنه امیدواره میندې مراجع کوي، یعنې داسې ویلای شم چې هره ورځ ۴۰ تنه میرمنې د کندز په حوزوي شفاخانه کې نارمل زیږندي کوي او په حدود دې ۵ تر ۶ پورې زموږ میندې سیزرین ولادت کوي یعنې ماشوم یې د عملیات په وسیله له بطنه اخېستل کېږي او همدارنګه له ۵ نیولی تر۱۰ پورې هغه ولادتونه دي چې ورسره مرسته کېږي ولادت کوي.″

بل خوا د کندز د عامې روغتيا، رییس ډاکټرسعدمختار وايي، چې د روغتيايي مرکزونو په زياتېدو سره د درملنې په برخه کې خلکو ته اسانتياوې برابرې شوي دي.

مختارهمدا راز وايي، چې اوس مهال په دې ولایت کې ۶۵ روغتیايي مرکزونه فعال دي همدا رنګه په کلینکونو کې قابلۍ او مسلکي نرسانې په دندو ګمارل شوي، چې له امله يې د میندو او ماشوم په مړینې کې د پامل وړکموالی راغلی.

د امام صاحب ولسوالۍ يو اوسېدونکې محمد اصف ازادۍ راډیو ته بیا داسې وویل:

″موږ په خپله دلته مریض د عملیات لپاره راوستې دی دا ۵ ورځ کېږي چې دلته ورته انتظار باسو، خو ډاکټران کله وايي چې نن یې عملیات کېږي او کله وايي، چې سبا خو زموږ مریض عملیات ته چمتو دی خو دوی کله وايي، چې په اتاق کې ځای نشته او سل نورې بهانې کوي، بس داسې ورته ګرزو او راګرزو.″

په کندزکې د عامه روغتیا چارواکي د روغتايي اسانتياوو د زياتېدو خبرې په داسې حال کوي، چې لا هم د دې ولایت د ځینو لرو پرتو سیمو اوسیدونکي د روغتيايي خدمتونو له کموالي بیا شکايتونه کوي.

اجمل آرین/ازادۍ راډیو/کندز

XS
SM
MD
LG