د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

قوقندي: افغانستان به له ترکمنستانه ۳۴زره ټنه نفتي مواد او ګاز واخلي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، چې له ترکمنستانه به په نږدې وخت کې زرګونه ټنه نفتي مواد او ګاز واخلي.

د دغه وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د سوداګرۍ او صنایعو وزیر په همدې هدف د ترکمنستاني چارواکو سره د خبرو لپاره عشق اباد ته تللی دی.

د دې وزارت مسولین وایي، هغه څلور زره ټنه ګازهم کابل ته رارسیدلي، چې مخکې له ترکمنستانه اخیستل شوي وو.

په داسې حال کې چې له تیرو څو میاشتو را په دې خوا په افغانستان کې د نفتي موادو او ګازو د لوړې بیې په اړه شکایتونه کېږي، د سوداګرۍ وزارت وایي، چې د دې ستونزې د حل لپاره یې نوي اقدامات پیل کړي دي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د نفتي موادو او ګازو د بېو د را ټیټیدو لپاره به له ترکمنستانه څلوردیرش زره ټنه ګاز او نفتي مواد واخلي.

ښاغلي قوقندي زیاته کړه، چې د سوداګرۍ وزیر هم د همدې هدف لپاره ترکمنستان ته تللی دی:

″د سوداګرۍ او صنایعو وزیر د څلوردیرش زره ټنه سوند توکو د اخیستو لپاره عشق اباد ته تللی، په دې کې څوارلس زره ټنه ګاز او لس لس زره ټنه پطرول او ډیزل شامل دي او هلته به د ترکمنستان له جمهوررییس د بهرنیو چارو او سودا ګرۍ وزیرانو او د نفتي موادو دوزارت له مرستال سره وګوري.″

ښاغلي قوقندي زیاته کړه، د سوداګرۍ اوصنایعو وزیر به په ترکمنستان کې د خپل سفر په لړ کې یو بل تړون هم د تیل او ګازو د رانیولو په هدف له ترکمنستان سره وکړي.

د دغه وزارت د مسوولانو په خبره دغه تړون به په بیړنیو حالاتو کې د نفتي موادو د ترلاسه کولو لپاره امضا شي.

د سوداګری او صنایعو وزارت د معلوماتو پراساس افغانستان په تیروڅوکلونو کې خپل د اړتیا وړنفتي مواد له روسیې، عراق، قزاقستان، ترکمنستان او ایران څخه را وارد کړي دي.

په دې وروستیو کې یو شمېرحکومتي چارواکو ویلي، چې ایران په رسمي ډول یو نوی وړاندیزکړي چې غواړي ګاز پر افغانستان وپلوري.

په همدې حال د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولان وایې د هغو ګازو یوه برخه هم کابل ته رارسیدلې او ویشل یې پيل شوي، چې په دې وروستیو کې له ترکمنستان څخه اخیستل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي په دې اړه وویل:

″د ګازو لومړی حصه چې څلور زره ټنه دی او موږ دوې اوونۍ مخکې رانیولي وه، کابل ته ورسیده او په کابل کې په ټولو غرفو او سیارو غرفو کې چې موږ یې لرو یو کېلوګاز اته څلویښټ افغانۍ دی، او هغه نرخ چې موږ خصوصي سکتور ته وړکړی دی چې په پنځه پنځوس افغانۍ باید د پیریدونکې لاس ته ورسیږي،زموږ یې په جدي توګه څارو.″

نوموړي زیاتوي اوسمهال په کابل ښار کې د ګازو د ویش یودیرش غرفې شته او دوی هڅه کوي چې تریوې نیمي بلې میاشتې پورې به د دغو غرفو شمېر اویاوو ته لوړکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې یو کېلو اوبلن ګاز ترپنځه شپيته او اویا افغانیو هم پلورل کېږي او راپورونه وایې، چې په ځینو ولایاتو کې د ګازو بیه ترنوي افغانیو هم رسیدلې ده.

خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکې وایې، هڅه کوي چې سربیره پرکابل په ولایاتونو کې هم د ګازو بیې کنټرول کړي، خو دوی ټینګار کوي چې خلک هم باید له حکومت سره همکار وي.

XS
SM
MD
LG