د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

ننګرهار او لغمان ته د تیرې شوې بريښنا مزي غوڅ کړاى شوي


د لغمان ولایتي چارواکي وايي، تېره شپه ناوخته د دولت وسله والو مخالفینو د دې ولایت د بادپښ او سروبي ولسواليو ترمنځ سیمه کې د بريښنا هغه تارونه يې په ډزو الوزولي، چې له نغلو بنده يې ننګرهار او لغمان ولایتونو ته بريښنا ورکوله.

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک په دې اړه وايي:

"تيره شپه وسله والو طالبانو د بادپښ ولسوالۍ او سروبي ولسوالۍ په منځ سیمه کې د نغلو بند نه ننګرهار ته او لغمان ته پرغځيدلو لینونو وسله وال برید ترسره کړی، چې اوس له تېرې شپې راهيسې پر یادو ولایتونو بريښنا قطع کړې ده"

د بريښنا دا تارونه داسې مهال قطع شوي دي، چې له یوې خوا د روژې مبارکه میاشت ده او له بلې خوا په ننګرهارکې ګرمۍ هم تر وروستي سرحده زور لګولی دی.

د ننګرهار اوسیدونکي وايي، دا عمل، چې د هرچا له خوا ترسره شوی وي، هغه د اسلام دښمن دی، ځکه د روژې په مبارکه میاشت کې د بريښنا رڼايي ته خلکو عبادتونه کول.

دوی وړاندیز کوي، چې په کومو سیمو کې، چې د بريښنا لینونو ته ګواښ پيښ دی په هغو سیمو کې دې امنيتي ځواکونه پوستې فعاله کړي:

"سمیع الله شینواری یم د ننګرهار اوسیدونکی دا، چې له تيرې شپې راهیسې بریښنا مزي قطع شوي دي خلک يي له سختو مشکلاتو سره مخ کړي دي، دلته یو روژه ده، بل ګرمي ده، چې برق نه وي پرخلکو ډيره سخته تیریږي مخکې به په جوماتونو کې د اذانونو او عبادتونو اوازونه وو، ولې اوس خاموشه خاموشي ده.

زه اختر ګل د جلال اباد ښار اوسیدونکی یم،تاسې خپله قضاوت وکړی،چې په دې مبارکه میاشته کې پر مسلمانانو د برق قطع کول د مسلمان کار دی؟ دا،عمل چې هر چا کړی هغه ظالم د اسلام دښمن دی،دې برق ته به خلکو عبادتونه کول او له مسولینو نه مې غوښتنه داده،چې په کومه سیمه کې،چې دا لینونه قطع شوي دي دلته امنيتي پوستې فعاله کړي ترڅو په اینده کې ددې مشکل مخه ونیول شي"

د ویلو ده،هغه مهال،چې د نغلو له بند څخه ننګرهار او لغمان ولایتونو ته د بريښنا مزي تیریدل په همدې سیمه کې د مزدو د تیریدو مخه نیول شوې وه،چې وروسته د خبرو له لارې آواره شوه،ولې د یوه څه وخت په تیریدو سره په همدې سیمه کې وسله والو د بريښنا مزي وشلول.

دا ځل خلک وايي، وړاندیز کوي، چې په همدې سیمه کې دې امنيتي پوستې ځای پرځای کړي، تر څو د بريښنا لینونه د امنيتي ګواښونو څخه خوندي شي.

ننګرهار: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG