د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

چیک هېګل د بو برګډال سره د طالب بندیانو د تبادلې دفاع وکړه


د امريکا دفاع وزير چېک هېګل د امريکايي پوځي بو بريګدال د خلاصون لپاره د طالب بنديانو د خوشي کېدو د معمالې دفاع وکړه، ويې ويل چې ممکن دا به د بريګدال د خلاصون وروستي ښه چانس و.

د امريکا دفاع وزير چک هېګل پرون د کانګريس غړيو ته وويل، له طالبانو سره د بنديانو تبادله د بو بريدګدال د خلاصون لپاره ممکن تر ټولو ښه او وروستي چانس و:

«موږ باور لرو چې دا تبادله زموږ وروستۍ او تر ټولو ښه فرصت و چې دي خلاص کړو.»

بو بريګدال يوازني امريکايي پوځي و چې څلور کاله پخوا په پکتيکا ولايت کې وسله والو طالبانو ته په لاس ورغلي و.

د اسوشيتيد پريس خبري اژانس د راپور له مخې چک هېګل د ولسمشر بارک اوباما د حکومت لومړني چارواکي دي چې له ګوانتنامو بند څخه قطر ته د پنځو طالب بنديانو د سپارلو په بدل کې د امريکايي پوځي بريګدال د تبادلې پر لانجمنه قضيه په ښکاره څرګندونې کوي.

ده د متحدو ايالتونو د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وويل، چې قطري چارواکو تر تبادلې څو ورځې مخکې خبرداري ورکړي و چې وخت زموږ په ګټه نه دي او د افشا کېدو په صورت کې معامله تخريبېداي شي:

«له قطري منځګړو مو خبرداري ترلاسه کړ، وخت زموږ په ګټه نه دي، دې ښودله چې د بريګدال ژوند ته خطر مخ پر زياتېدو دي.»

ده همداراز وويل، چې د ګوانتنامو له بنده قطر ته د بنديانو انتقال قانوني او د امريکا له لوړو ملي ګټو سره برابر و.

جمهوري غوښتونکو او ځينو ديموکراتانو د اوباما پر حکومت سخت انتقادونه کړي چې ولې يې کانګريس ته د معاملې په اړه مخکې ترمخکې خبر نه و ورکړی.

د کانګريس ځينو غړيو ولسمشرد هغه قانون په سرغړونې تورن کړی چې پر اساس يې د ګوانتنامو د هر بندي تر خلاصولو مخکې بايد دېرش ورځې وړاندې کانګريس ته خبر ورکړاي شي.

ځينو دا پوښتنه کړې چې ايا د بريګدال په بدل کې امريکا زيات امتياز ورکړی نه دی.

د امريکا د حکومت ځينو چارواکو کانګريس ته ويلي، چې په پنځو خوشي شويو طالب بنديانو کې ښايي څلور يې له طالبانو سره په جګړه کې لاسونه يو کړي.

دفاع وزير چک هېګل د کانګريس د وسله والو خدماتو استماعيه غونډې ته وويل:

« که مو تاسي مخکې تر مخکې خبر کړي واي، ښه به و.»

خو ده دا معامله يو غير عادي حالت وباله، ويې ويل چې وخت مهم و ځکه چې د بريګدال د روغتيايي وضعيت او خونديتوب په اړه اندېښنه وه. له بلې خوا دنا شيل سميت، چې ولسمشر اوباما يې په قطر کې د سفيرې په توګه نوموي، پرون وويل چې د قطر امير په خپله د امريکا ولسمشر ته ډاډ ورکړي چې له ګوانتنامو څخه قطر ته لېږدول شوي طالب بنديان به خوندي ساتي.
XS
SM
MD
LG