د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

"افغانان د ایران لخوا د سوريې جګړې ته د افغان کډوالو استول غندي"


والسټریټ ژورنال ورځپانې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی دی چې؛ عنوان يې دی، "افغانان د ایران لخوا د سوريې جګړې ته د افغان کډوالو د استولو غندنه کوي."

ورځپاڼه د افغانستان د پارلمان د یو شمیر غړو په حواله وايي؛ ایران په دغه هېواد کې میشت افغانان په پیسو او د ویزې په امتیازاتو هڅوي چې؛ د سوريې له حکومت څخه د دفاع لپاره دغه هېواد ته د جګړې لپاره لاړ شي.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې له یوې اونۍ راهیسې دا موضوع تعقیب کړې او د ایران حکومت يې په اړه عکس العمل هم ښودلی دی.

والسټریټ زیاتوي، ایران په دې ورځپاڼه تور پورې کړی چې؛ د داسې بې اساسه خبرونو په خپرولو سره د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اختلاف پیدا کوي.

خو والسټریټ ژورنال وايي، د دې خبر سرچینې زیاتې دي او یو شمېر افغان مقاماتو ورته دا خبره تایید کړې هم ده.

ورځپاڼې د یوه افغان مقام ایت الله محقق کابلي چې د ایران په قم ښار کې دفتر لري؛ له قوله لیکلي چې، یو شمېر افغانان د سوريې د رژیم له مخالفانو سره د جګړې لپاره دغه هېواد ته استول شوي دي.

والستریټ ژورنال وايي، د ایران دوو خبري اژانسونو فارس او تسینم هم خبر ورکړی چې؛ له ایران څخه استول شوي یو شمېر افغانان دا مهال په سوریه کې د شیعه ګانو له مقدسو ځایونو ساتنه کوي.

دې ورځپاڼې په دې اړوند د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند څرګندونې هم نکل کړي چې؛ ویلي یې دي، دوی ته هم دا راپورونه رسیدلي چې؛ ایران افغان کډوال سوريې ته د جګړې لپاره استوي.

والسټریټ ژورنال پوښتنه کوي چې؛ زیاتره افغان کډوال په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري؛ نو کله چې سوريې ته استول کیږي؛ اسناد ورته څوک برابروي؟

فارن پالیسي خپرونې د هغه ۲۲ کلن افغان ځوان کیسه خپره کړې چې؛ د انتخاباتو د خپلواک کمیسون په دفتر کې د صفایي کار کوي.

دا ځوان نور الله نومیږي او د ولسمشر کرزي له حکومت مخکې د خپل ژوند ترخه یادونه له اوسنی دورې سره مقایسه کوي.

فارن پالیسي لیکي، د نور الله کار سخت دی، خو بیا هم راتلونکې ته هیله مند دی.

نور الله وايي، د جمهور رییس کرزي له حکومت دمخه؛ له جګړې، لوږې، بد مرغۍ او بې کارۍ پرته بل څه نه وو؛ خو په تېرو ۱۳ کلونو کې د هېواد اکثره سرکونه او صنعتي پارکونه جوړ شوي؛ خلک په کار روزګار بوخت دي او تر ټولو مهمه دا چې ملي اردو او پولیس تشکیل شوي چې؛ د راتلونکې په اړه یو ډول ډاډ دی.

د فارن پالیسي خپرونې په لیکنه، دغه افغان ځوان له افغانستان سره د امریکا مرستې درک کړي دي او د کابل او واشنګټن تر منځ د امینتي تړون د لاسلیک پلوي کوي .

خو فارن پالیسي لیکي، نور الله وايي، که امریکا په بشپړه توګه له افغانستان ووځي بیا به هم دی اندیښمن نه وي ځکه د ده په خبره افغانستان اوس د جګړې پر ځای د رای په لور حرکت کړی دی.
XS
SM
MD
LG