د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

مسکو او پیکنګ د ګازو پر پروژې موافقه ونه کړه


تمه کیده چې؛ د چین او روسیې ولسمشران د سلګونو میلیارډو ډالرو په ارزښت د یوې پروژې تړون په شانګهای کې لاسلیک کړي، خو دا موافقه وځنډیده.

د چین او روسیې ولسمشرانو د سې شنبې په ورځ په شانګهای کې په دې اړه خبرې وکړې.

د طبیعي ګازو دا پروژه ۴۰۰ میلیارډه ډالر ازښت لري. دواړو هیوادو پر دې موافقې له څه باندې یوې لسیزې راهیسې کار کاوه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون په شانګهای کې د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره تر خبرو وروسته وویل چې د موافقې په وروستي پړاو کې یوو خو خبرې به دوام وکړي.

دا تړون د دیرشو کلونو لپاره دی خو پیکنګ او مسکو د ګازو پر بیې نه سره جوړیږي.

د روسیې د ګازو شرکت ګازپروم وایي، چې بې وقفې خبرې روانې دي څو مخکې تر دې چې نن ولادیمیر پویتن د چین سفر پای ته ورسوي په دې برخه کې موافقه ترلاسه کړي.

یو شمېر څیړونکي په دې باور دي چې د پایپ لاین جوړیدل او دې پروژې ته چمتوالی هم ښایي د دې باعث شوي وي چې دا پروژه وځنډیږي.

بل لور ته د دواړو هیوادو، چین او روسیې تر منځ په شانګهای کې پرون یو لړ موافقې وشوې.

ولایمیر پوتین وویل، چې مسکو او پیکنګ موافقه وکړه چې د بهرنیو تګلارو په برخه کې له نژدې په نړیواله او سیمه ییزه کچه همکاري وکړي.

د چین ولسمشر شي جینپینګ وویل:

″موږ قصد لرو چې د دواړو هیوادو تر منځ سوداګري ۱۰۰میلیارډه ډالرو ته تر ۲۰۱۵ کال پورې ورسیږي.

موږ همدا راز فکر کوو، چې دا مهمه ده چې د خپلو همکاریو ظرفیت ښه کړو چې ګټه به یې دواړو خواوو ته ورسیږي. موږ به په نړیواله کچه د چین او روسیې قوت زیات کړو.

له همدې امله ولسمشر پوتین او ما پریکړه وکړه چې په لوړه کچه یو شمیر کمیټې جوړې کړو څو په یو شمیر لویو پروژو کې خپلې همکارۍ زیاتې کړو″


د روسیې ولسمشرهیله وښوده، چې د اوسنیو شرایطو له مخې به په پوځي برخه کې هم دوه اړخیزه همکارۍ زیاتې شي.

پرون د پوتین او شي جینپینګ ترخبرو مخکې د دواړو هېوادو سمندري ځواکونو شانګهای ته نژدې ګډ پوځي تمرینات پیل کړل.

شي جینپینګ وویل، چې له دغو تمریناتو دا معلومیږي چې د چین او روسیې عزم ټینګ دی څو له نویو ګواښونو سره مقابله وکړي.

چین وایي، ۱۴ روسیي او چینایي کشتۍ به د یوې اونۍ په مخه په دغو تمریناتو کې برخه واخلي.
XS
SM
MD
LG