د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

د نورم او سټندرډ ادارې نوى مرکز پرانيست


په افغانستان کې د نورم او سټنډرډ ملي ادارې په هېواد کې د کاریدونکو بېلابېلو موادو د کیفیت د معلومولو لپاره په پنځو لابراتوارونو سمبال یو نوې مرکز پرانیست.

د دغې ادارې مشر د یاد مرکز د پرانیستلو پر مهال وویل، د موادو د کیفیت د معلومولو دا نوي لابراتوارونه د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم دي او په افغانستان کې د کاریدونکو موادو د کیفیت د ښه کولو لپاره به د سوداګرو ترمنځ ښه رقابت رامنځ ته کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکې هم د دې مرکز جوړیدل هېواد کې د باکیفیت موادو د عرضې په برخه کې ښه لاسته راوړنه بولي او ټينګار کوي چې باید په دغه مرکز کې ټاکل شوي معیارونه په ټولو یو شان تطبیق شي.

د افغانستان د نورم او سټنډرډ ملي ادارې چارواکې واېې، چې په هېواد د موادو د کیفیت د ښه کولو لپاره یې هڅې پیل کړي او په همدې هدف یې د موادو د کیفیت د معلومولو لپاره یو نوی مجهز مرکز جوړ کړی.

ددې ادارې مشر ښاغلي پول زي پوپل د سې شنبې په ورځ د موادو د کیفیت د معلومولو مرکز د پرانستې په غونډه کې وویل، چې د دې مرکز په جوړیدو سره به نه یوازې د تولیدیدونکو او واردیدونکو موادو کیفیت ښه شي بلکې ورسره به د هیواد د اقتصادي د پیاوړتیا لپاره هم زمینه برابره شي.

هغه وویل، په دې نوي مرکز کې د پنځه لس لابراتوارونو لپاره ځای شته، خو اوس مهال یې پنځه لابراتوارونه فعال شوي دي:

″د اوس لپاره په دې نوي مرکز کې دا لابراتوارونه د فعالیت لپاره اماده دي.

د نفتي موادو مجهز لابراتوار چې د پترولو او مختلفو روغنیاتو د ازمایش توان لري،د ساختماني موادو لابراتوار چې د سیمنټو او مختلفو ساختماني موادو د امتحان ظرفیت لري،د مترولوژی یا د وزن او مقیاس مجهز لابراتوار، د غذایې موادو لابراتوار چې د ټولو مختلفو موادو د چک ظرفیت لري او د بریښنا مجهز لابراتوار.″


ښاغلي پوپلزي زیاته کړه، چې د نوي مرکز په جوړولو اته اتیا اعشاریه اووه ملیونه افغانی لګښت راغلی دی.

هغه ټینګار وکړ چې په دې مرکز کې به ډیر ژر د زراعتي ،ارایشي، روغتیایې او نورو موادو د کیفیت د معلومولو لپاره به نور عصري لابراتوارونه هم جوړ شي.

د نوموړي په وینا په نزدې راتلونکې کې به د نفتي مواد د کیفیت د معلومولو لپاره ګرځنده لابراتوارونه هم رامنځ کړي.

د افغانستان د سوداګری او صنایعو خونې مشر قربان حقجو په هیواد کې د کاریدونکو موادو د کیفیت د لوړولو په برخه کې ددې مرکز جوړیدل مهم بولي. هغه ټینګار کوي چې امنیتي ارګانونه باید د نورم او سټنډر ملي ادارې سره همکاري وکړي چې له ګاونډیو هیوادو نه د نا معیاري موادو د واریدیدو مخه ونیول شي:

″له ایران او پاکستان څخه د کالیو قاچاق عملا زمونږ بازار خراب کړیده او دا دې سبب شویده چې بې کیفیته کالي له کنټرول پرته هیواد ته راشي او زمونږ چاپیریال او روغتیا ته لوی زیانونه ورسوی. او بالاخره زمونږ خلک په دې سره ډیر زیانمنیږي.″

ښاغلی حقجو وايي، د موادو د کیفیت د کنټرول لپاره د نورم او ستنډرډ ادارې له خوا ټاکل شوي معیارونه باید پر ټولو یو شان تطبیق شي.

سره له دې چې د نورم او سټندرډ ملی ادارې له جوړیدو شاوخوا اووه کاله تیر شوي، خو
لا اوس هم په بازارونو کې بې کیفیته مواد په ډیره کچه تر سترګو کیږي او له همدې تل د دې ادارې د کارونو موثریت تر پوښتنې لاندې راځي.
XS
SM
MD
LG