د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

مستغني: سوريې ته د افغان کډوالو د لیږلو مساله څيړل کیږي


د بهرنیو چارو وزارت وايې، په ایران کې د افغانستان سفارت ته یې دنده سپارلې چې سوريې ته د افغان کډوالو د لیږلو مسله وڅيړي.

وروسته له هغې چې امريکايې ورځپاڼې والسټرټ ژورنال راپور ورکړ، چې په ایران کې افغان کډوال د سوريې جګړې ته استول کیږي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې اړه د دوي جدي څيړني پیل شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني د دوشنبي په ورځ خبریالانو ته وویل، چې په ایران کې د افغانستان سفارت او نورو اړوندو ادارو ته دنده سپارل شوې چې په دې اړه اسناد او شواهد راټول او دې وزارت ته یې وسپاري:

″په دې اړه چې کوم راپورونه خپاره شوي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرې خبر دی. خو تردې مهاله مونږ ته پدې اړه کوم رسمي او کره شواهد ندي رسیدلي، د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د افغانستان سفارت ته دنده سپارلې او همدارنګه نورو اړوندو ادارو سره په تماس کې دی چې که چیري پدې اړه کوم رسمي راپور یا موثق اسناد په لاس ورځي باید د بهرنیو چارو وزارت سره یې شریک کړي.″

تر دې مخکې د افغانستان د کډوالو او بیا راستنیدونکو چارو وزارت هم ویلي و، که چیري ثابته شي چې د ایران حکومت لخوا یو شمیر افغان کډوال د سوريې جنګ ته استول کیږي پدې اړه به خپل شکایت د ملګرو ملتونو سازمان ته وړاندي کړي.

په تیرو څو ورځو کې د افغانستان د ملي شورا غړو هم په بېلابېلو جلسو کې له افغان حکومت نه غوښتي چې په دې اړه له ایرانه وضاحت وغواړي.

تیره ورځ د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د نړېوالو اړیکو کمیسیون ته دنده وسپارله چې د ایران لخوا د سوريې جګړې ته د افغان کډوالو دلیږلو موضوع ژر ترژره وڅيړي.

دا خبرې وروسته له هغې مطرح کیږي چې وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په خپل تازه راپور کې ویلي چې ایران په خپله خاوره کې مېشت افغانان د پیسو او په ایران کې د اوسېدو د اجازې په بدل کې سوریې ته لېږي چې د سوریې د واکمن رژیم په ګټه وجنګېږي.

وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ته افغان او لوېدیځو چارواکو هم ویلي چې ایران په ځانګړي ډول افغان شیعه ګان استخداموي چې د سوریې د رژیم د مخالفانو پر ضد وجنګېږي.

د ریپوټونو له مخې ایران افغان مهاجرو ته په سوریه کې دجنګیدو په بدل کې هره میاشت
پنځه سوه ډالره ورکوي.

دا خبره د ایران په قم مذهبي ښار کې د افغان مذهبي مشر ایت الله محقق کابلي دفتر هم تايید کړې ده.

خو تراوسه په کابل کې د ایران سفارت پدې اړه څه ندي ویلي.

د افغانستان دګډوالو چارو وزرات د معلوماتو په اساس دامهال څه باندې دوه میلیونه افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي.

ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG