د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

امريکا افغان ترجمانانو ته د وېزې له ورکولو سره موافقه وکړه


د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ناببره په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو افغان ترجمانانو ته سږکال د وېزې له ورکولو سره موافقه وکړه.

د متحدو ايالتونو د کانګريس د دواړو جرګو يوه ډله هڅه کوي چې افغان ترجمانانو ته د وېزې د ورکولو پروګرام پراخ او اوږد کړي.

د دوي په وينا دا پروګرام حاضردمه ستونزې لري چې له کبله يې ګڼ ترجمانان له وېزې محروم او په خپل هيواد کې له جدي خطر سره مخامخ دي.

له يوې لايحې سره سم د امريکا د مشرانو او استازو جرګو غړي په پام کې لري چې نن پنجشنبې د افغانانو د مهاجرت د ځانګړو وېزو پروګرام وړاندې کړي.

په دې پروګرام کې افغان ترجمانانو ته د وېزې د ورکولو لپاره د غوښتنليکونو د سپارلو موده، چې د سږ کال په مني کې پاي ته رسېدو، د ۲۰۱۵ کال تر پايه پوري اوږدېږي.

پر دې اساس به ۳ زره تنه نور د غوښتنليکونو د سپارلو امکان ومومي.

دا لايحه به هغو افغان ترجمانانو ته موقع برابره کړي چې له خپلو والدينو، ماشومانو او نژدې خپلوانو سره په امريکا کې د اوسېدو اجازه ترلاسه کړي.

که لايحه تصويب شي همدا راز به هغه افغانان چې له امريکايي رسنيو، غيرحکومتي موسسو او دغه راز د امريکا له پوځ سره يې کار کړي دي، په امريکا کې د اوسېدو اجازه ومومي.

په داسې حال کې چې امريکايي پوځيان سږکال له افغانستانه وځي، د امريکا د کانګريس غړي وايي چې بايد له هغو افغانانو سره زياته مرسته وشي چې له خطر سره مخامخ دي.

د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت ويندويې ماري هيرف په يوه ايميل کې وويل، چې دغه وزارت په وروستيو مياشتو کې افغان ترجمانانو ته د وېزو د ورکولو په پروسه کې لوي ګامونه اخيستي دي.

هغې همداراز وويل، سږ کال تراوسه پوري د امريکا د بهرنيو چارو وزارت شاوخوا۱۶۰۰ تنو اصلي تقاضا کوونکو او د هغوي د کورنيو ۲۸۰۰ غړيو ته وېزې صادرې کړي دي. په دې کسانو کې د اصلي تقاضا کوونکو تر ۲۱ کلونو کشر ماشومان او مېرمنې شاملېږي.

د ۵ زره ۶۰۰ تنو نورو ترجمانانو غوښتنليکونه لا تر غور لاندې دي.
XS
SM
MD
LG