د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

د ایران ولسمشر تر فشار لاندې دى


ګارډین ورځپاڼه لیکي، چې د ایران جمهور رییس له لویدیځو لویو هېوادونو سره د اټمي خبرو په ارتباط په خپل هېواد کې د فشار لاندې دی.

ورځپاڼه لیکي، چې حسن روحاني د ګڼو سیاسي بنیادګرو او خپلو مخالفینو له انتقاد سره مخامخ دی.

انتقاد کوونکي وايي، چې ایران اټمي موافقې ته د رسیدلو لپاره ډیره بیړه کړې او واشنګټن غولولی دی.

خو د ایران جمهور رییس وایي، حکومت د خلکو د ګټوپه سر له چا سره سودا نه کوي.

ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې چې په وروستیو څو میاشتو کې د اکثرو ایرانیانو اقتصادي وضعیت ناوړه شوی نو د هغو نړېوالو اقتصادي بندیزونو لیرې کول ضروري بریښي چې د ایران د اټومي پروګرام په ارتباط په دغه هېواد لګول شوي.

د جمهور رییس روحاني د مخالفینو په هغې غونډې کې چې د ″موږ اندیښمن یو″

تر عنوان لاندې د تیرې شنبې په ورځ په تهران کې د امریکا د سفارت پخوانۍ ودانۍ کې وشوه، د پارلمان د غړو او تندلارو سیاستوالو یوې نوې ډلې برخه واخیسته.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د ایران او د نړۍ د شپږو لویو قدرتونو ترمنځ اټمي خبرې راتلونکې اونۍ بیا پیل شي، د غونډې ګډونوالو وویل، چې په اټمي لانجه کې د ایران مرکچي پلاوي د هېواد ملي ګټې له پامه غورځولې.

فاطمه الیا د اسلامي انقلاب د پایدارې د جبهې په نامه د تندلاري ګوند د مرکزي کمیټې غړې وویل:

″د ایران ټول ملت په دې باور دی، چې امریکا غواړي د ایران اټمي پروګرام یو مخ بند کړي.″

هغې چې مخکې یې د پخواني جمهور رییس محمود احمدي نژاد ملاتړ کاوه وویل:

″د دې لپاره چې د موافقې په روستۍ بڼې راتلونکې اونۍ خبرې پيل کیږي نو کارپوهانو، محصلینو او د پوهنتونو استادانو ایرانی مرکچي پلاوي ته خپله اندیښنه څرګنده کړه او هیله لري چې ورته پاملرنه وشي.″

ورځپاڼه د پارلمان د غړي اسماعیل کوثري له قوله لیکي چې وايي:

″د ایران ټول ملت غواړي چې اټمي لانجه ختمه شي خو کیدای شي دا کار په ډیرې درنې بیې تمام شي.″

هغه وايي:

″لکه څومره چې ایران په خپلو ژمنو ولاړ دی، لوی هېوادونه نه دي.″

ګاردین لیکي:

په داسې حال کې چې د ایران او لویو قدرتونو ترمنځ د نهایي موافقې احتمال مخ په زیاتیدو دی په جمهور رییس روحاني فشارونه هم زیات شوي.

ورځپاڼه لیکي: د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي په اټمي خبرو کې د جمهور رییس د تګ لارې ملاتړ کړی خو دا یي هم په زغرده ویلي چې له سرو کرښو باید څوک وانه وړي.

هغه د سخت دریځو د خوشالولو لپاره حکم وکړ، چې د مرکچي پلاوي کار باید وڅیړل شي.

ګارډین زیاتوي، چې امریکایي او بریتانوي چارواکو له احتیاطه ډک باور څرګند کړی چې اټمي موافقه به ترټاکل شوې نیټې چې د جولایي د میاشتې شلمه ده نهایي شي.

ورځپاڼه لیکي، چې د ایران جمهور رییس او د باندنیو چارو وزیر چې د مرکچي پلاوي مشر دی هم ورته نظر لري.

جمهور رییس تیره اونۍ دولتي تلویزیون ته وویل:

″ایران د خبرو د نتایجو په هکله نیک اټکل لري او توافق ته د رسیدلو لپاره یي لوی ګامونه اوچت کړي او غواړي چې دواړه لوري بریالي وي.″

جمهور رییس روحاني د منتقدینو په وړاندې له غوصي ډک عکس العمل کې وویل:

″ځیني خلک د دروغو او شور ځوږ له لارې کوشش کوي چې حکومت خپله تګ لاره بدله کړي.

دا کار د ملي ګټو او د رهبری د فرمان ضد دی. ایران د خپلو خلکو د ګټو په سر له چا سره سودا نه کوي.″

ګارډین لیکي، په جمهور رییس باندې د فشار یو لامل له هغه سره ګوندي مخالفت دی او نه د اټمي موافقې تفصیلات.

جمهور رییس روحاني چې د بنیاد ګرو او تندلارو ګوندونو له ماتولو وروسته واک ته رسیدلی، د انتخاباتي مبارزو په مهال يي له خلکو سره د اقتصاد د رغولو ژمنه کړې او د بندیزونو لیرې کیدل په دې هکله اساسي اغیزه لري.

ګارډین وايي، په وروستیو نهو میاشتو کې د اکثرو ایرانیانو اقتصادي وضعیت ناوړه شوی نو ځکه د نړېوالو بندیزونو لیرې کول ضروري بریښي.
XS
SM
MD
LG