د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

اټمي کارپوهان په نیویارک کې غونډه کوي


د ایران د اټمي پروګرام د دایمي حل لارې د هڅو په ترڅ کې نن د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو اټمي کارپوهان په نیویارک کې غونډه کوي.

په دې غونډه کې به پردې خبرې وشي چې ایران تر اوسه پورې ترکومه حده پر هغو موادو عمل کړی چې د دې هېواد او نړېوالې ټولنې ترمنځ په شوې موافقه کې یې یادونه شوې ده.

د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو اټمي ماهران به نن په نیویارک کې د ایران د اټمي لانجې د هواري په مقصد خبری پیل کړي.

نړېواله ټولنه او ایران غواړي یوه داسې دایمي موافقه ترلاسه شي چې له مخې یې د ایران اټمي پروګرام محدودیږي او د لویدیځ هغه اندیښنې هم لیرې کیږي چې د تهران د اټمي وسلو د تولید پر سر څرخي.

د ایران، بریتانیا، چین، فرانسې، روسیې او د امریکا د متحدو ایالتونو د اټومي ماهرانو غونډې به د جمعې تر ورځې پورې دوام وکړي.

د دوی په وړاندې تر اوسه پورې یو شمېر لانجمن مسایل شته چې دې ته اړتیا لري چې د جولای تر شلمې چې د دایمي حل لارې لپاره وروستۍ نیټه ټاکل شوې، هوار شي.

د تیرې نومبر د میاشتې د موقتې موافقې له مخې باید ایران او نړېواله ټولنه د جولای د میاشتې ترشلمې نیټې پورې یوه دایمي موافقه ترلاسه کړي.

د تهران وروستي اقدام چې د یکشنبې په ورځ یې اعلان وکړ، چې روانه اونۍ نړېوالو څارونکو ته له اټمي مشکوکو ځایونو څخه کتنې ته اجازه ورکوي، د یوې دایمي موافقې لپاره هیلې زیاتې کړي دي.

د ایران د اټومي پروګرام ویاند بهروز کمالوندي وویل، د نړېوالې اټومي انرژۍ د ادارې څارونکي به د می په پنځمه او شپږمه په اردکان او یزد ښارونو کې د یورانیمو له کان او د یورانیمود پروسس له تاسیساتو کتنه وکړي.

هغه وویل، له دغو کتنو وروسته به ایران وکولای شي ادعاوکړي چې دې هیواد ټول هغه شرایط پرځای کړي چې د ایران او د ملګروملتونو د اټومي څارونکې ادارې ترمنځ د فبرورۍ د میاشتې په موافقه کې پرایران ایښودل شوي دي.

ایران ته د دغو شرایطو د پرځای کیدو لپاره د مۍ ترپنځلسمې پوری وخت ورکړل شوی دی.

یوه ایراني چارواکي د ایران خبري اژانس ایرناته ویلي دي چې د نړیوالې اټومي انرژۍ د ادارې مرستیال ماسیمو اپارو به چې تهران ته د دې ادراې د هیت مشري کوي نن له ایراني چارواکو سره د اراک د اټومي تاسیساتو په اړه خبرې وکړي.

د هغې موقتې موافقې له مخې چې د تیرې نومبر په میاشت کې د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ ترلاسه شوې، تهران ترشل فیصده پوري د یورانیمو د غني کولو پروسه چې کیدای شي ورڅخه د اټوم بم په جوړولو کې کارواخیستل شي، بنده کړې او په بدل کې یې هم نړیوالو پردې هیواد لګول شوي بندیزونه نرم کړي دي.

تهران د غه راز موافقه کړې چې هغه یوراینم چې ترشل فیصدو پورې غني شوي، د غلظت اندازه یې پنځو فیصدو تمه راکموي او یوه برخه یې هم په اکساید ګازو بدلوي چې په دې کارسره نورله دغو عناصرو د اټوم بم په تولید کې کارنشي اخیستل کیدای.

په نیویارک کې د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو اټومي ماهران په غونډو کې دغه راز د هغې بلې غونډې لپاره هم تیاری نیسي چې په پام کې ده د مۍ په دیارلسمه په وینا کې د وزیرانو په سطحه ترسره شي.
XS
SM
MD
LG