د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

پکتيا: اقتصادي ستونزو محلي رسنۍ غلې کړې


د افغانستان د نورو ولايتونو په څېر پکتيا هم يو له هغو ولايتونو څخه دی چې؛ محلي ازادې رسنۍ هغه که په چاپي بڼه دي او که په غږيزه بڼه، ورو - ورو د اقتصادي ستونزو له امله مخ په ځوړ روانې دي، نور حال يې له سيمې زموږ د همکار داود تپان په راپور کې.

د هيواد د نورو ولايتونو په څېر په پکتيا کې هم د ازادو رسنيو مسولين وايي؛ چې ډېری ازادې رسنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي، که د دولت يا خصوصي سکتورونو له خوا ورسره مرسته و نه شي؛ نو ډېرې رسنۍ به د ځينو نورو هغو په څېر له سکوت سره مخ شي.

ليکوال، ژونالېست او د اوښتون کلتوري ټولنې سر پرست مشر اسمعيل لاروی چې په پکتيا کې د اوښتون په نوم يوه محلي راډيو لري؛ وايي ؛ په پکتيا کې ډېرې چاپي او غږېزې رسنۍ په ټپه ولاړې دي او پاتې نورې يې هم له زوال سره مخ دي .

نوموړی وايي، د دې لامل دا دی چې دوی ته اعلانات نه ورکول کېږي او لکه څنګه چې اړينه ده؛ د حکومت له خوا ورته پاملرنه په نشت حساب ده :

”په پکتيا کې ډېرې محلي ازادې رسنۍ له زوال سره مخ دي، لکه مجلې، اخبارونه او محلي راډيوګانې، دوی له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او لکه څومره چې اړينه ده د حکومت له لوري هومره پام نه ورته کيږي.“

يو بل تن ژورنالېست عبدالشکور کامران هم ورته خبره کوي او وايي ؛ د دې لپاره چې يادې رسنۍ په پښو ودرېږي، د حکومت له خوا دې اعلانات ورکړل شي او دبرېښنا او ځينو اړينو امکاناتو برابرولو زمينه دې ورته برابره کړي:

” زياتره رسنۍ دي چې د مالي مشکلاتو پر اساس يې نشرات ولاړي دي؛ هغه که چاپي دي او که غږېزې، د دې د ودې په خاطر بايد حکومت لاس په کار شي او پام ورته وشي؛ څوپورې د سيمو خلکو ته چوپړ وکړي او د اعلاناتو په برخه کې ډېر پام ورته په کار دی.“

د پکتيا د اطلاعات او فرهنګ ريیس شفا مشفق دا ستونزه مني چې په ولايت کې يې يو شمېر خصوصي چاپي او غږېزې رسنۍ له مالي ستونزو سره مخ دي او هڅه يې هم کړې ده چې؛ دغه ستونزې تر يوه بريده د رسنيو له مسولينو سره په شريکه ورکمې کړي.

دی زیاتوي خو بيا هم حکومت پرته له مشورو له دوی سره نوره زياته همکاري ځکه نه شي کولای چې دوی په لاس کې هغومره امکانات نه لري :

”راډيوګانې خو د اقتصادي ستونزو او مشکلاتو سره مخ دي، تاسو ته بهتره معلومه ده چې دولت هم هغومره امکانات او بوديجه نه لري چې د دوی مالي ملاتړ وکړي، خو اوس حکومت دوی سره دا کار کوي چې ورسره مرسته وکړي هغه هم په تخنيکي او نشراتي برخو کې د سلا مشورو په ډول، وروسته که امکانات و زمينه سازي به ورته وکړي.“

په پکتيا کې رسنۍ په داسې حال کې د مالي ستونزو سره مخ شوې او د په ټپه درېدو امکانات يې زيات شوي دي چې د بهرنيو ادارو مالي مرستې پرې ولاړې دي.

د يادونې وړ ده چې دا مهال په ټوله پکتيا کې يوازې پينځه ازادې غږيزې رسنۍ د ورځې په اوږدو کې د اېف اېم پر څپو څو ساعته نشرات لري او ځينې چاپي مياشتنۍ او دوه مياشتنۍ رسنۍ د پنډ د نشتوالي له امله په خپل وخت له چاپه نه راوځي.

راپور: داود تپان - پکتيا
XS
SM
MD
LG