د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

د ترافیکي پیښو د زیاتوالي په اړه د خلکو اندیښنې


د افغانستان په لویو لارو د ترافیکي پیښو زیاتیدو خلک او موټر چلوونکي اندیښمن کړي دي.

دوی وایي، چې د ترافیکي پیښو د زیاتیدو لامل د سړکونو تنګوالی او په ځینو حالاتو کې د موټر چلوونکو بې احتیاطي ده.

د فواید عامې وزارت مسئولین بیا وایي، چې د افغانستان اکثره لویې لارې په نړیوال معیار برابرې دي، خو په ځینو برخو کې د سړکونو د خرابوالي ستونزې مني.

د ترافیکي پیښو په اړه اندیښنې وروسته له هغې یو ځل بیا زیاتې شوې، چې تیره ورځ د کابل کندهار په لویه لاره د موټرونو د ټکر له امله دولس کسان ووژل شول.

د ترافیکي پیښو په اړه اندیښنې وروسته له هغې یوځل بیا راپورته شوې، چې په تیرو څه باندې لسو ورځو کې دوه ځله د کابل – کندهار په لویه لاره ترافیکي پیښېو تلفات رامنځ ته کړل.

وروستی ترافیکي پيښه د سې شنبې په ورځ د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې د سورلۍ د دوو موټر د ټکر له امله وشوه، چې دولس کسان په کې ووژل شول او له شلو زیات ژوبل شول.

له دې پیښې بیا یوولس ورځې وړاندې د کابل-کندهار په لویه لار د غزني په مربوطاتو کې یو ۳۰۳ بس موټر له سړکه واوښت چې ۷ کسان په کې مړه شول.

موټر چلوونکي د داسې پیښو لامل تر ډیره د سړکونو خرابوالی او تنګوالی بولي، خو دا هم مني، چې ځیني وخت د دوی بې احتیاطی هم د داسې زړه بوږنوونکو پیښو سبب کېږي:

″۱ نوم مې عبیدالله دی، د کابل ـ تورخم لارې ډریور یم، د ټکر علت خو دادی چې سړکونه تنګ دي، بل دا چې موټر ډیر نوي دي، خلکو زاړه موټر چلولي نو دې نویو ته چې کېني یو رقم ورته ښکاره شي، ته به وایي، چې پیلوټان دي، داسې موټر زغلوي، د ټکرعلت هم دادی چې موټرونه نوي دي او سړکونه تنګ دي.

۲ فریدالله، څه ډریوران ملامت دي او څه لارې تنګې دي، ګاډي ډیر دي او ترافیک نشته، سړکونه ډیر تنګ دي، سړکونه ګډوډ دي.″

په لویو لارو د ترافیکي پیښو کېدل کومه نوې خبره نه ده، بلکې په تیرو څوکلونو کې سلګونه افغانان د موټرونو د ټکر یا چپه کېدو له امله مړه یا ټپیان شوي دي.

د ترافیکو د مسئولینو په وینا د تیر کال په لومړیو نهو میاشتو کې په ټول هیواد کې ۱۳۹۹ ترافیکي پیښې شوي او وړم کال په همدې موده کې دا شمیر څه باندې دوه زره وو.

که څه هم معلومه نه ده، چې هرکال په افغانستان کې څومره کسان د ترافیکي پیښو له امله وژل کېږي، خو له جنګ جګړو او ماینونو وروسته ترافیکي پیښې د خلکو د وژنې لوی لامل دی.

د فواید عامې وزارت چارواکي بیا د لویو ترافیکي پیښو لامل یوازې د موټر چلوونکو بې احتیاطي بولي.

ددې وزارت مرستیال انجینر احمد شا وحید ازادي راډیو ته وویل، چې د سړکونو د خرابوالي له امله موټر تیز نه شي تلی، او د همدې په اساس د ترافیکي پیښو لامل هم ترډیره د سړکونو خرابوالی نه دی:

″تصادمات تر ډیره د ډریورانو د بې احتیاطۍ او له دې امله رامنځ ته کېږي چې دوی د ترافیکو قانون نه مراعاتوي، په افغانستان کې په دوو خطونو حرکت په معیارونو برابر دی، خو دا چې ځواب ګو نه دي، دا بله موضوع ده، د سړکونو د خرابوالي یو منطق په دې کې دی، چې کوم ځای کې سړک خراب وي، هلته سرعت ډیر نه وي.″

نوموړی وایي، چې دوی د کابل ـ جلال آباد او کابل ـ مزار په لویو لارو د ساتنې او څارنې پروګرامونه عملي کړي، خو د کابل ـ کندهار په لویه لاره یې امنیتي ستونزو مخه نیولې.

د ترافیکو چارواکي بیا وایي، چې ترافیکي پیښې درې عمده دلیلونه لري، خو مهم دلیل یې د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي نښو کموالی دی.

د ترافیکو ریاست د پلان مدیر سمونوال عبدالقادر ازادي راډیو ته وویل، چې ترافیکي نښې او د سړکونو خوندیتوب د فواید عامې وزارت مسئولیت دی:

″دا لویو لارو کې چې حادثې منځ ته راځي، دا درې عمده دلایل لري، یو عامل یې قصور انساني دی، یو د موټر تخنیکي ستونزه ده او بل ساختماني عوارض د جادو دی، دا د ساختماني ارګانونو مکلفیت دی چې سړکونه جوړي باید نښې او تاسیسات یې هم جوړ کړي، مصئونیت د جادو د دوی مکلفیت دی.″

په افغانستان کې دا مهال تجارتي انتقالات هم ټول د سړکونو له لارې کېږي او له همدې امله په لویو لارو باندې د سورلۍ او باروړونکو موټرونو بیروبار زیات وي.

حکومتي مسئولین وایي، که چیرې د تجارتي موادو د انتقال لپاره د هیواد د ننه د ریل پټلۍ پروژې زیاتي شي، له دې سره به په سړکونو بیروبار او ترافیکي پیښې به هم کمې شي.

راپور: اسدالله ″لودین″
XS
SM
MD
LG