د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

بارکزۍ: افغان کرکټ بورډ د ښځینه لوبډلې د لغوه کېدو هڅې کوي


د افغانستان د ښځو د کرکټ د ملي ټیم ځیني لوبغاړې شکایت کوي چې کرکټ بورډ، د دوی فعالیتونو ته پام نه کوي.

دوې وايي، د هېواد کرکټ بورډ غواړي، ښځینه کرکټ ټیم لغوه کړي.

خو د کرکټ بورډ مسئولین دا ادعا سمه نه ګڼي او وایي، چې په نږدې راتلونکي کې به له یوه امتحان وروسته، د افغانستان ښځینه کرکټ ټیم په رسمي توګه اعلان کړي.

د افغانستان د ښځو د کرکټ د ملي ټیم یو شمېر لوبغاړو د سې شنبې په ورځ په کابل کې د هېواد د کرکټ بورډ پرخلاف په یوې اعتراضیه غوڼده کې ویل چې، کرکټ بورډ د دوی د ټیم د لغوه کېدو هڅې کوي.

د کرکټ د ښځینه ټیم پخوانۍ مسئوولې دیانا بارکزۍ وویل، د افغانستان د ښځینه کرکټ ټیم پر وړاندې ناسم چلند پیل شوی دی.دې له حکومته وغوښتل چې، د دې هڅو مخه دې ونیسي:

″زموږ ځانګړې غوښتنه دا ده چې د افغانستان ښځینه کرکټ ټیم باید یو ښه او منظم تشکېل او د دولت یا ″ ای، سي، سي″ څخه بودجه ولري.

دویمه دا چې دا ټیم باید یو منظم تشکېل ومومي او د تمریناتو او روزنیزو سفرونو حق ورکړل شي.

موږ له جمهورريسه غواړو چې د کرکټ ورزش له سیاسته جلا اوسي″


د کرکټ بلې لوبغاړې رومینا وویل، سره له دې چې د دې ټیم پنځه کلنه لوبغاړې ده، خو د کرکټ بورډ ادارې د تمرین اجازه نه ده ورکړې:

″زموږ ستونزه دا ده چې کرکټ بورډ، د کرکټ ښځینه ټیم نه غواړي خو موږ یي غواړو.

پنځه کاله مو زحمتونه وګالل، بیا هم راسره ناوړه چلند کېږي او راته وایي چې تاسې کرکټ نه شی کولای.″


بل خوا د کرکټ بورډ چارواکي دا ادعا ناسمه ګڼي بلکې وایي، چې هڅې کوي څو د افغانستان ښځینه کرکټ ټیم پیاوړي شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادۍ رادیو ته وویل، ټاکل شوې ده چې د کرکټ ښځینه ورزشکارې او مینه والې د یو امتحان وروسته، په یو منظم ټیم کې شاملې کړي:

″کرکټ بورډ له هیچا سره بد چلند نه دی کړی، دوی تر اوسه ولایتي سیالۍ نه دي کړي او کوم امتحان هم ترې نه دی اخیستل شوی، موږ وایو دا ټیم باید ملي ټیم شي.

دینا بارکزی تر اوسه په ې برخه کې لازم فعالیت نه لري.

پلان لرو د هوا په ښه کېدو سره، د هېواد له یو شمېر ولایتونو ښځینه ورزشکارانې مرکز ته راشي او په امتحان کې برخه واخلي، څو له امتحان وروسته د افغانستان د ښځینه لوبغاړو داسې یو کرکټ ټیم جوړ کړو چې بهرنی مسابقې هم وکړای شي.″


د افغانستان د کرکټ د ښځینه ټیم لوبغاړي خبرداری ورکوي که د دوی غوښتنو ته په اته څلویښت ساعتونو کې مثبت ځواب ورنه کړاې شي، دنه خوړلو اعتصاب به پیل کړي.

افغان حکومت تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

راپور: خان محمد ″سیند″
XS
SM
MD
LG