د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۶

میدان وردګ: د اسلامي حزب او طالب وسله والو په نښته کې ۴ طالبان وژل شوي


په ميدان وردګو کې دې طالب وسله والو او د اسلامي حزب د جنګياليو ترمنځ نښته شوې ده چې پکې اوو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په دغه نښته کې د اسلامي حزب د ډلې درې جنګيالي هم ژوبل شوي دي.

نښته تېره شپه د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د طالب وسله والو او اسلامي حزب د جنګياليو ترمنځ شوې ده چې پi کې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

په دغه نېښته کې د اسلامي حزب د ډلې له خوا هم درې تنه ټپيان شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطا الله خوګياڼی وايي، نښته د نرخ ولسوالۍ په دادل سيمه کې شوې ده.

دی وايي، په دې سربېره، د سيداباد په تنګي دره سيمه کې هم پر وسله والو طالبانو باندې هوايي بريد شوی دی چې پکې دوه تنه طالبان وژل شوي دي دي:

"د نرخ ولسوالۍ په دادل سیمه کې تېره شپه د وسله والو طالبانو او حزب اسلامي ترمنځ د نښتې په ترڅ کې څلور وسله وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. همدا راز په یاده نښته کې د حزب اسلامي درې غړي هم ټپیان شوي دي."

طالبان وايي، نښته شوې، خو د اسلامي حزب له جنګياليو سره نه، بلکې له سيمه‌ييزو پوليسو سره يې بولي.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي، وايي، له سيمه‌ييزو پوليسو سره په دغه نشته کې يې ملګرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو وايي، په يوه تاکتيکي چاودنه کې يې د مقابل لوري پنځه تنه جنګيالي وژلي دي.

د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې تر دې وړاندې د اسلامي حزب د جنګياليو او طالب وسله وال تر منځ نښتې شوې دي.

طالبان دغه جنګيالي سيمه‌ييز پوليس بولي، خو هغوی وايي، اوس هم د اسلامي حزب ډلې ته وفادار پاتې دي او طالبان له همدې امله ورسره جګړه کړي.


سيدشاه سقيم
XS
SM
MD
LG