د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

د افغانستان فلم جوړونکو ته د هیلو یوه لار


د افغان فلم ریاست وايي چې؛ په دې وروستیو دو کلونو کې بهرنیو فلم جوړونکو لیوالتیا زیاته شوې چې له افغانانو سره ګډ فلمونه جوړ کړي.

د دې ریاست مسولین وايي، چې د سینمايي تجربو د شریکولو په هدف یې د یو هنري او بل مستند فلم جوړولو موافقې له فرانسې او بلجیم سره لاسلیک کړي.

د افغان فلم مشر وايي، قصر زمرد او زمین روشنايي هغه ګډ فلمونه دي چې د افغان، فرانسوي او بلجیمي فلم جوړونکو له خوا جوړیږي.

د افغان فلم له ریاست سره د بهرنیو فلم جوړونکو ګډ کار د افغانستان فلم جوړونکو ته د هیلو یوه لار پرانیستله.

د افغان فلم د ریاست مسولین وايي، چې تردې دمه یو شمېرهېوادونو له افغانانو سره د ګډو فلمونو د جوړلو غوښتنه کړې چې؛ له مخې به یې د افغان سینماګرانو یوڅه ستونزې کمې شي.

د افغان فلم مشر محمد ابراهیم عارفي د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، فرانسه، ترکېه، بلجیم او هندوستان هغه هېوادونه دي چې له افغان فلم جوړونکو څخه یې د ګدو فلمونو د تولید غوښتنه کړي.

ښاغلی عارفي وویل، چې د افغان سینماګرانو د ظرفیتونو د لوړولو او د سینما د صنعت په برخه کې د تجربو د ترلاسه کولو په خاطر یې له بلجیم او فرانسې سره د یو هنري او بل مستند فلم جوړولو موافقې لاسلیک کړي.

عارفي زیاته کړه چې؛ د قصر زمرد فلم د فرانسوي فلم جوړونکې( لويي مونیر) او د زمین روشنايي فلم د (پیتر) په نوم د بلجیمي او افغان فلم جوړونکې له خوا جوړیږي.

ښاغلی عارفي زیاتوي، چې دا فلمونه به د ۲۰۱۴ میلادي کال ترپایه نندارۍ ته وړاندې شي:

"کوم کسان چې له اروپا، هند او نورو هېوادونو څخه راځي د هغوي تجربې د فلمونو په جوړلو کې له افغانانو څخه معتبرې دی، تجربې ښیې چې افغانان په عمل ټوګه زیاتې تجربې ترلاسه کولای شي د کابل پوهنتون د هنرونو د پوهنځي محصلینو له فرانسویانو سره په ګده په دغه فلم کې برخه اخیستي او په ضمن کې بهرني فلم جوړونکې په افغان فلم کې د فلم جوړولو ورکشاپونه دایروي."

د افغان فلم د ریاست د معلوماتو له مخې د قصر زمرد او زمین روشنایي فلمونو زیاتې برخې د افغانستان په شمال کې ډکې شوې او د کابل پوهنتون د هنرونو د پوهنځۍ یو شمېر محصلینو په کې کار کړی.

په افغانستان کې د فلم صنعت په کورنیو جګړو کې تقریبا له منځه تللی و خو په وروستیو څو کلونو کې دې صنعت ته یو څه کارونه شوي دي.

په عین وخت کې ځیني افغان فلم جوړونکې هم د معتبرو فلمونو د جوړلو لپاره د بهرنیو فلم جوړونکو مرسته او ګډ کار ښه بولي.

په دې وروستیو کې افغان فلم جوړونکو له هندیانو سره هم په ګډه یو فلم جوړ کړی.

هندي ورځپاڼې سنډې سټندرډ راپور ورکړی چې؛ دا فلم ( د پنځمې ښځې په لټه کې ) نومیږي چې د افغان او هندي فلم جوړونکو له خوا تولید شوی.

د راپور له مخې د دې فلم ډایرکټر صدیق عابدي دی او یوازې په امنیتي مسایلو یې یو نیم ملیونه ډالره لګښت راغلی.

ورځپانه کاږي چې؛ دا فلم ۹۰ دقیقي دی او مرکزي رول یې د شهنازې په نوم یوې تاجکې لوبولی.

دا فلم سږکال د بوسټن د فلمونو فیسټوال ته چې د اپریل په میاشت کې کېږي، هم کاندید دی.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG