د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

ایران د اټمې پروګرام په اړه د موقتي موافقې د موادو عملي کیدل پیل کړي


راپورونه وایي، چې ایران د نړۍ له قدرتونو سره د خپل اټومي پروګرام په اړه د موقتي موافقې د موادو عملي کیدل سرله ننه پیل کړي دي.

د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مشره وایي، که کارونه په همدې ډول مخ ته لاړ شي دا هیله منه ده چې په څو اونیو کې به د ایران د اټومي لانجې د دایمي حل لارې په اړه خبرې پیل کړي.

ایران د خپل لانجمن اټومي پروګرام مهمه برخه د یورانیمو غني کول درولي دي. دا خبره د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ ادارې په خپل نوي راپور کې کړې چې کاپي یي رویټرز ترلاسه کړې ده.

د ملګروملتونو د اټمي انرژې د ادارې د دغه محرم راپورله مخې چې خپلو غړیو ته یې وړاندې کړی، دې ته لاره پرانیستل کیږي چې پر تهران د لویدیځ لګول شوي بندیزونه یوڅه کم شي.

د دغه راپور له مخې ایران دغه راز منلې چې د ترشل فیصده غني شویو یورانیمو د غلظت اندازه راټیټوي.

ترشل فیصدو پورې غني شوي یوارنیم هغې اندازې ته نژدې دي چې کیدای شي ور څخه د اټوم بم د جوړیدو لپاره د سوند موادو په توګه کار واخیستل شي.

د رویترز اژانس د راپور له مخې ایران به همدا راز ځیني ذخیرې د اکساید ګاز د تولید لپاره چې په اټمي بټیو کې د سوند موادو په توګه استعمالیږي، وکاروي چې د اټومي انرژۍ د ادارې په وینا په دې کارسره به دغه مواد نورد اټوم بم د تولید لپاره مناسب نه وي.

د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ اداره به دهغې موافقې د موادو د عملي کیدو پرچارو د مهم څارونکې ارګان په توګه دنده لري چې له مخې یې ایران پردې هیواد د نړیوالې ټولنې له خوا د یولړبندیزونو د لیرې کیدو په بدل کې خپل د یورانیمو د غني کولو پروګرام بندوي.

د دې ادارې د نوي راپورله مخې ایران د جنوري له شلمې په نطنر اټومي تاسیساتو کې د سنتریفیوژېونو په دو شبکو کې له پنځو فصدوزیات د یورانیمو غني کول درولي او په فردو اټومي تاسیساتو کې یې د یورانیمو د غني کولو لپاره د سنتریفیوژونو د څلوروشبکو دستګاوې چې مخکې د همدې مقصد لپاره فعالې وې، بندې کړي دي.

د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ اداره په دې راپورکې د ځینو نورو مواردو یادونه هم کوي چې په وینا یې ایران یې د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د شوې موقتې موافقې له مخې د عملې کیدو ژمنه کړې ده.

د دغې موافقې له مخې ایران به په شپږو میاشتو کې چې د د واړوخواوترمنځ د تهران د اټومی لانجې د دایمي حل لارې په مقصد خبرې روانې دي، د یورانیمو د غني کولونوي تاسیسات نه جوړوي.

د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې کاترین اشټن په بروکسل کې د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو د شورا د غونډې له جوړیدو د مخه د دغه نوي پرمختګ په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې که کارونه په همدې ډول مخ ته لاړشي دا هیله منه ده چې په څو اونیو کې به د ایران د اټومي لانجې د دایمي حل لارې په اړه خبرې پیل کړي:

"دا په دې پورې اړه لري چې نن کارونه څنګه مخ ته ځي خو دا هیله منه ده چې په څو اونیو کې به د یوه هر اړخیز توافق په اړه خبرې پیل شي.

زه به په راتلونکو څو ورځو کې له خپلو د اي درې جمع درې د ډلې له همکارانو سره خبرې وکړم او هم به له ایران سره وغږیږم او وروسته به په دې اړه تاسو ته ځواب ووایم."

د ایران دولتي ټلویزیون د دې هېواد د اټومي انرژۍ د ادارې د مرستیال بهروز کمالوندي له قوله وویل چې وایي، د نطنز په اټومي تاسیاستو کې د ترشل فیصده د یورانیمو غني کیدل دریدلي او د نړیوالې اټومي انرژۍ د ادارې پلټونکې به د فردو له تاسیاستو کتنه وکړي.

ایران د ۲۰۱۰ کال له لومړیوڅخه د ترشل فیصدو پورې د یورانیمو د غني کولو چاره پیل کړې چې ورسره د لویدیځ شکونه هم چې ګوندې داهیواد داټوم بم د تولید په لټه کې دی، زیات شوي دي.

خو ایران دغه تورونه بې ځایه بولي او وایي اټومي پروګرام یې د سوله ییزو اهدافو لپاره دی.
XS
SM
MD
LG