د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

ښځینه بندیانې وايي ولسمشر دې د دوي د بخښنې لپاره یو فرمان صادر کړي


د افغانستان ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون وايي، د بادام باغ ښځینه بندیانې له ولسمشرنه غواړي چې د ښځو د نړېوالې ورځې په مناسبت دې د دوي د بند مودې د کمیدو او بخښنې لپاره یو ځانګړی فرمان ورکړي.

د دې کمېسیون چارواکي وايي، چې څو ورځې وړاندې د بادام بادغ زندان ښځینه بندیانو د زندان د مسولینو د ناوړه چلند په اړه د نه خوړلو اعتصاب کړی و.

خو د لویې څارنوالۍ چارواکي وايي چې؛ دا یوعمومي اعتصاب نه و بلکې دوو ښځو شخصي اعتصاب کړی، چې اوس پای ته رسېدلی.

د بادام باغ د ښځینه زندان په اړه د ولسي جرګې یو تحقیقاتي پلاوی وايي چې؛ په دې زندان کې د ښځینه زندانیانو ترټولو لویه غوښتنه دا ده چې د زندان مسوولین دې ښه چلند ورسره وکړي او ولسمشردې د دوي د سزا د تخفیف او عفوې لپاره یو خاص فرمان ورکړي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون د شنبې په ورځ وروسته له هغې د زندان ته یو پلاوی ولیږه چې یو شمېر زندانیانو د نه خوړو اعتصاب وکړ.

د دوشنبې په ورځ ولسي جرګې د یاد کمیسیون غړې نظیفې ذکي چې له زندانه یې لیدنه کړې وه، په دې اړه ولسي جرګې ته وویل:

"د دوي ځانګړی هدف دا و، چې د ولسمشر له خوا هغه فرمانونه چې د بندیانو د عفوې او تخفیف لپاره صادریږي، باید ولسمشر د ښځو لپاره د مارچ د اتمې په مناسب د عفوې او تخفیف یو ځانګړی فرمان صادر کړي، هغوي ویل چې لږ تر لږ وړ جرم یې اته، نهه او لس کاله دي، چې دا ټول په زندان کې تیره وي، هغوي غواړي، چې جرم ته له پامه پرته دې د ولسمشر د عفوې وړ وګرځي."

دغه اعتصاب د دوي تنو نه و، موږ ټولو اعتصاب کړی و، هغه دوه کسان چې په اعتصاب کې یې وضعه خرابه شوه هغوي په اعتصاب کې راغلل، موږ له دې وروسته هم اعتصاب کوو، ټولو اتاقونو ته اور اچوو تاسې پوهیږئ او کار مو ورځئ موږ دغه د شپږو میاشتو تخفیف هم نه دی پکار.

هغې زیاته کړه زندانیانو د محبس له مسولینو څخه هم شکایت کاوه چې ناوړه چلند ورسره کوي.

په همدې ورځ د ولسمشر د فرمان له مخې چې د نیکمرغه میلاد په مناسب یې صادر کړی وو د بادام باغ له زندانه دوه ښځې عفو او د۱۷ نورو د حبس په موده کې کموالۍ راغی.

د بادام باغ په زندان کې د۲۳۰ ښځېنه بندیانې چې بېلابېل جرمونه یې کړي دبند شپې ورځې تیروي.

خو د دې محبس ځینو زندانیانو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې شکایت وکړ چې دوسیې یې سمې ندي څیړل شوې:

"دغه اعتصاب د دوی تنو نه و ،موږ ټولو اعتصاب کړی و،هغه دوه کسان چې په اعتصاب کې یې وضعه خرابه شوه هغوی په اعتصاب کې راغلل ،موږ له دې وروسته هم اعتصاب کوو،ټولو اتاقونو ته اور اچوو تاسې پوهیږئ او کار مو ورځئ موږ دغه د شپږو میاشتو تخفیف هم ندی پکار. "

خو د افغانستان د لویې څارنوالۍ چارواکي د زندانیانو ادعاوې بې اساسه بولي.

د لویې څارنوالۍ یوه مسوول څارنپال عزیز احمد سرباز وویل چې څه موده مخکې په بادام باغ زندان کې هم ټولو زندانیانو نه بلکې یوازې دوو تنو یې د نه خوړو اعتصاب کړی چې دوسیې یې له سره وڅیړل شوې.

د چارواکو په وینا اوسمهال په ټول افغانستان کې ۲۹زره دوه سوه تنه په بېلابیلو جرمنو بندیان دي چې ۸۵۰ یې ښځې دي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG