د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

"ډیری سوالګر د سوال پر مهال ماشومانو ته نشه یي مواد ورکوي"


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون اندیښنه څرګندوي چې ډیری سوالګر د سوال پر مهال ماشومانو ته نشه یي مواد ورکوي.

د دې کمیسیون مسولین له افغان حکومته غواړي چې د یادې ستونزې د حل لپاره جدي اقدامات وکړي.

تیره اونۍ افغان ولسمشرحامد کرزي هم په خپلې وروستۍ راډیويي وینا کې د ماشومانو پر وضیعت اندیښنه وښوده.

په عین حال کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې؛ د یوه نوي پروګرام په وسیله غواړي په هېواد کې ټول حرفوي سوالګر راټول کړي.

دا مهال د کابل ښار په یو شمېر برخو کې داسې سوالګرې ښځې لیدل کېږي، چې پرسړکونو او پلي لارو د سوال لپاره ناستې وې او په مخ کې یې په ناوړه وضعیت ماشومان پراته وي.

ځیني سوالګرې ښځې دغو ماشومانو ته چې پښې لوڅې او ځیني یي ان جامې هم نه لري نشه یي مواد ورکوي ترڅو ارامه و اوسي.

یو شمېر دغو سوالګرو بیا له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل چې له بدې ورځې سوال کوي او له خپلو ماشومانو هم د سوال لپاره کار اخلي:

(له ناچارې ورځې ګدايي کوم، دغه ماشوم چې راسره دی دوه میاشتنۍ دی، ماشوم مې ناروغه دی، نشه یي مواد مې نه دی ورکړې، د سړي هوا له امله ناروغ شوې، زه هره ورځ دغلته د خیرات راټولو لپاره راځم، بیا د ماښام تر پایه ایله سل یو نیم سل پیدا کړم.)

(خاوند مې ناروغ دی، کار نه کوي ماشومان مي واړه دي، دولت باید موږ ته کار راکړي، که چېرې موږ ته د ورځې دوه سوه هم پیدا شي له دې خیر ټولو به خلاص شو.)

له بلې خوا یو شمېر کابل ښاریان بیا دغه کار له چل او فریب نه ډک بولي او له دولت نه ېي د مخنیوي غوښتنه کوي.

د دوي په وینا دغو ماشومانو ته نشه یي موادو ورکول کېږي چې د اوږد مهاله بې هوښۍ ترڅنګ د هغو د بدن د ځینو غړو د فلج کېدو او په نشې د روږدي کېدو سبب کېږي.

یو شمېرکارپوهان فقر، بې کاري او له حرفوي سوالګرو څخه د یو شمېر کورنيو او بهرنيو ډلو ملاتړ د دغو سوالګرو د زیاتیدو عمده عوامل په ګوته کوي.

په عین حال کې افغان ولسمشر حامد کرزي هم په خپلې وروستۍ راډیويي وینا کې په دې اړه انديښنه وښوده او له میندو او پلرونو یي وغوښتل چې باید له ماشومانو څخه د سوال پر مهال استفاده ونه کړي:

"هغه افراد چې د سوال د څو پیسو لپاره له خپل بچې او په نهایت کې د دې خاورې د بچېانو د ښوونځې او درس پر ځای د مخدرو مواد په بلا او ګدایي اخته کوي، شخصیت یي ور وژني او ژوند ور بربادوي، دا عمل ظلم دی.

د دین خلاف عمل دی، د دې ډول کوچېانو له والدینو جدي غوښتنه کوم چې د خپلو کوچنیانو استعداد او روحي قوت دې په ګدايي او اعتیاد نه وژني، د مسئولو مقاماتو او رسنیو د ګزارشونو له مخې دا کار اوس زیات حرفه یي سوالګر کوي."

ښاغلي کرزي همدا رنګه له مرستندیو ټولنو هم وغوښتل چې د دې ستونزې د مخنیوي لپاره عملي هڅې وکړي.

که څه هم څو کاله مخکې د ولسمشرحامد کرزي د یوه فرمان په اساس یوه کمیسون ته دنده وسپارل شوه چې په هېواد کې حرفوي سوالګر راټول او دوي ته د کار زمینه برابره کړي خو دغه کمیسون د ځنیو بودیجوي ستونزو له امله په لنډ وخت کې وتړل شو.

اوس مهال د بشر حقونو خپلواک کمیسون اندیښنه څرګندوي چې یو شمېر سوالګرې ښځې د سوال پر مهال له ماشومانو ناوړه ګټه اخلي.

د دې کمیسون د ماشومانو د څانګې مسول عبدالله عابد د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ټينګار وکړ چې؛ افغان حکومت په دې اړه جدي اقدام وکړي.

نوموړي همدا رنګه وویل چې؛ دا مهال له ماشومانو څخه د سوال ترڅنګ په قاچاق او نورو برخو کې هم ګټه اخیستل کېږي.

د بشرحقونو خپلواک کمیسون د معلوماتو له مخې دا مهال تقریبآ درې لکه ماشومان په افغانستان کې په نشو روږدې دي.

په عین حال کې یو شمېر دیني عالمان هم د سوال پر مهال له ماشومانو ناوړه استفاده کبیره ګناه بولي.

د علماو شورا یو غړی مولوي عنایت الله بلیغ په دې اړه وايي:

(خلک تیر ایستل یوه ګناه، سوال کول بله ګناه او له ماشوم د خیر راټولو لپاره استفاده کول دا ټوله په کبیره ګناهونو کې راځي، دا چې خپله سوال کوي دا ناروا عمل دی.)

نوموړی وايي، مسلمانان باید د هرې ستونزې په مقابل کې زغم ولري او هیڅ کله سوال ته زړه ښه نه کړي.

له بلې خوا د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت یو ځلي بیا د دغو سوالګرو د راټلولو هڅه يي پیل کړې ده.

د دې وزارت ویاند علي افتخاري په دې اړه ازادۍ راډيو ته وویل چې دا ځل به حرفوي سوالګر له نورو جلا کړي:

(اوس مهال وزارت پر یو طرزالعمل کار کوي چې سوالګر له ښاره را ټول کړي، موږ غواړو چې د سوال فرهنګ له منځه یوسو، د دې پروګرام له لارې په جماتونو کې صندوقونه ایښودل کېږي او هغه کسان چې غواړي سوالګرو سره مرسته وکړي کولای شي چې په دې صندوق کې پیسې واچوي او موږ به د یوه کمیسون له لوري اړو خلکو ته دا مرستې وویشو.)

دغه وزارت همدارنګه له خلکو غواړي چې د سوال کولو د فرهنګ په لمنځه وړلو کې له دوي سره مرسته وکړي.

یو شمېر کابل ښاریان بیا د دې پدیدې د لمنځه وړلو یواځنۍ حل لار د قانون حاکمیت اړو خلکو ته د کارې زمیني برابرول او حرفوي سوالګرو ته د مجازاتو ټاکل یادوي.

راپور: ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG