د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

هندي لرغونپوهان د افغانستان پر يوه لرغوني مرمري دېګ څېړنه کوي


د هندي لرغونپوهانو یوه ډله افغانستان ته ځي څو په دې هیواد کې له مرمرو جوړ هغه لرغونی دیګ وڅیړي چې ویل کیږي خپله بودا کارولی دی .

دا لوی مرمرین دیګ چې څلورسوه کیلوګرامه وزن لري دا مهال د افغانستان په ملي موزیم کې نندارې ته اېښودل شوی او د بودايي دورې له مهمو اثارو څخه ګڼل کیږي .

د افغانستان د ملي موزیم ریس عمراخان مسعودي ددې لرغونې اثر په اړه وايي:


” د یو لرغونې اثر په اړه چې دیګ دی ، له تورو مرمرو جوړ شوی دی او د افغانستان په ملي موزیم کې شته باید ووایم چې دا اثر په ۱۹۲۵ م کال کې د کندهار په زاړه ښار کې د میرویس نیکه له مقبرې تر لاسه شوی دی او د افغانستان ملي موزیم ته انتقال شوی دی . خوشبختانه د جګړو پر مهال ورته زیان نه دی اوښتي . دا مهال هم د یو ډیر ارزښتناک لرغوني اثر په توګه د افغانستان د ملي موزیم په لاندیني پوړ کې نندارې ته اېښودل شوی دی .“

د فرانسې خبري اژانس افغانستان ته ددې دیګ د مطالعې لپاره د هندي لرغونپوهانو د یوې ډلې استول ، هندوستان ته ددې لرغونې اثر د بیرته ستنولو لپاره لومړنی ګام بولي . دا اژانس د هندوستان د لرغونپوهنې د سروې د ادارې د عمومي ریس بي ار ماني ( B.R . Mani) له خولې وايي :

” هغه ډله چې افغانستان ته ځي دا به وا زمویي چې ایا ددې دیګ د جوړولو لپاره محلي مواد کارول شوي کنه ؟ که چیرې له محلي موادو استفاده نه وي شوي نو دا به زموږ ادعا پیاوړي کړي . موږ هندوستان ته ددې لرغونې اثر د بیرته ورکولو سخت پلویان یوو . “

د افغانستان د ملي موزیم ریس عمرا خان مسعودي ددې په اړه چې له تورو مرمرو څخه جوړ شوی دا دیګ له پیړیو راهیسې په افغانستان کې و او پرې اسلامې لیکنې حک شوې دي داسې وايي :

” هغه دلایل چې موږ یې د افغانستان سره ددې اثر د ارتباط په اړه لرو ، دا دي چې تقریبا د تیموریانو په وخت کې یو شمیر خطونه ددې دیګ پر داخلي او بیروني برخو حک شوې دي چې د اسلام له نظره ځینې قوانین بیانوي . مورخین اشاره کوي چې ممکن دا دیګ بودايي دورې پورې اړوند وي ، ځکه په لاندینۍ برخه کې یې د لوټس د ګل نقش وینو . خو دا دیګ د څو کلونو په اوږدو کې په افغانستان کې و. د تیموریانو په دوره کې چې په پنځلسمه او شپاړسمه پیړۍ کې یې په افغانستان کې واک درلود ، له دې دیګ څخه کار اخیستل شوی او له هغې وروسته هم د میرویس بابا په مقبره کې و. “

د فرانسې خبري اژانس د هندوستان د لرغونپوهنې د سروې د ادارې له خولې وايي ، یو پاچا چې په اول قرن کې یې د هند په شمال او د اسیا پر ځینو برخو حکومت کاوه ، دا دیګ یې د پېښور ښار ته یوړ او له هغه ځایه کندهار ته انتقال شو .

وروسته له هغې چې په ۲۰۰۱ م کال کې طالبانو په بامیانو کې د بودا مجسمې ونړولې ، په افغانستان کې د بودايي اثارو د ساتنې په اړه اندېښنې زیاتې شوې .

خو د طالبانو د نظام له نسکوریدو وروسته د لرغونو اثارو د ساتنې او ترمیم په برخه کې ځینې ګامونه پورته شول . په دې وروستیو کې د افغانستان درې سوه لرغونې اثار بیا ترمیم شوې او جوړ شوې دي چې په ملي موزیم کې نندارې ته وړاندې شوې .
XS
SM
MD
LG