د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

په ۲۰۱۳کال کې په افغانستان کې اقتصادي وده ښه وه


ځیني دولتي او خصوصي ادارې وایي، په ۲۰۱۳میلادي کال کې په افغانستان کې اقتصادي وده ښه او پانګه اچونه او سوداګري په کې د تیرو کلونو په نسبت زیات و.

د سوداګرۍ، صنایعو وزارت او د پانګې اچونې ملاتړه اداره وایي، په دې کال کې د هېواد د صادراتو سطح لوړه او په ځینو برخو کې پانګې هم اچول شوي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خوني چارواکي په هېواد کې اقتصادي او سوداګریز پرمختګونه تر یوه حده تاییدوي، خو وایي چې؛ په تیر کال میلادي کال کې د هېواد اقتصادي وده او سوداګري ډیره ښه نه وه.

کارپوهان هم وایي، د اقتصادي ودې لپاره د حکومت له خوا لازم زیر بنایي کارونه نه دي شوي.

په ۲۰۱۳میلادي کال کې د افغانستان د اقتصادي ودې، سوداګرۍ او پانګې اچونې په اړه دولتي او خصوصي ادارې بېلابېل نظرونه لري.

ایسا یا د افغانستان د پانګې اچونې ملاتړه اداره وایي، له یولړستونزو سره سره په تیرمیلادي کال کې، په هېواد کې څه کم اته سوه میلیونه ډالره پانګه اچول شوې چې؛ څه باندې اتیا فیصده یي د افغانانو ده.

د دې ادارې ريیس وفي الله افتخار ازادۍ رادیو ته وویل، اکثره دا پانګې د کانونو، صنعت، کرنې او ترانزیت په برخو کې اچول شوي دي:

"د نفتو موادو یو شمېرنوې تصفیه خانې او نوې فابریکې جوړې شوي دي.

ځینو خلکو په تولیداتولاس پورې کړ، په ځینو برخو کې پانګې هم اچول شوي دي."



ده وویل، تیر کال یو شمېر ملي او نړېوال کنفرانسونه جوړ او هڅې شوي چې بهرنیانو ته په هېواد کې د پانګې اچولو فرصتونه برابر او پروژې تشریح شي.

ده دا هم وویل، په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په هېواد کې د هندوستان، پاکستان، عربي اماراتو، ترکېې او روسېې یو شمېر پانګوالو پانګې اچولي دي.

همدارنګه د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، ځینو بهرنیو هېوادونوته د هېواد په صادراتو کې هم په تیر کال کې زیاتوالی راغلی و.

د دې وزارت ویاند وحیدالله غازي خېل ازادۍ رادیو ته وویل، په دې کال کې هندوستان د افغانستان د صادراتو ښه مارکېټ و:

"د افتونو نشتوالی، د مارکېټونه موندنه سبب شوه چې د هېواد محصولات بهر ته ورسیږي، ترکاري ښه وه او تر ډیره حده هندوستان ته صادر شوه."

د دې وزارت د معلوماتو له مخې تردې دمه د هېواد د وارداتو سطح څه باندې شپږ میلیاردو او د صادراتو یې، یو زرو پنځه سوه میلیونو ډالرو ته رسیدلې ده.

په همدې حال کې د افغانستان د مالیې وزارت وایي، په تیر میلادي کال کې یي له ګمرکاتو او نورو عایداتي منابعو څخه شاوخوا یو سلو یوولس میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

د دې وزارت چارواکي وایي، په وړم میلادي کال کې د هېواد د ناخالصه ملي تولیداتو ارزښت څه باندې یوویشت میلیارده او اوه سوه میلیونه ډالره وو، حال دا چې تیر کال دا اندازه یو ویشت میلیارده او نهه سوه میلیونو ډالرو ته پورته شوه.

که څه هم افغان چارواکي په تیرمیلادي کال کې د افغانستان د اقتصادي ودې او سوداګرۍ د پراختیا خبر ورکوي، خو داسې راپورونه هم خپاره شوي چې، افغان تولیدونکو ته د مارکېټونو نشتوالي، د قوانینو پیچلتیا، د غیر قانوني پیسو اخیستلو او په ځینو سیمو کې ناامنیو، ستونزې پیښې کړي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، په تیر میلادي کال کې شاوخوا زر تولیدي فابریکې د امکاناتو د نه لرلو له امله تړل شوي دي.

د دې خونې مرستیال خانجان الکوزی په تیر میلادي کال کې ځیني اقتصادي او تجارتي پرمختګونه تاییدوي، خو وایي چې په سوداګریزو فعالیتونو کې د دوه زره دولسم میلادي کال په نسبت په تیر میلادي کال کې ۴۶ فیصده کموالی راغلی دی:

"دا منم چې ځیني قراردادونه به لاسلیک شوي وي، ځینو خلکو به د فعالیت جوازونه اخیستي وي، خو عملي کارونه نه دي شوي، تیر کال د اوړم کال په نسبت ښه نه و، په سوداګریزو فعالیتونو کې ۴۶ فیصده کموالی راغلی دی."

ځیني افغان کارپوهان هم د سوداګرۍ او صنایعو د خونې نظر تاییدوي او وایي چې، په تیر میلادي کال کې د تولیدي فابریکو جوړولو او کارموندنې ته لازمې هڅې نه دي شوي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد تاج محمد اکبر وایي، په تیرو کلونو کې له افغانستان سره نړېوالې ټولنې د میلیاردونو ډالرو مرستې وکړي، خو افغان حکومت پرې اغیزناکې انکشافي پروژې پلې نه کړې:

"یوه ستونزه اداري فساد دی چې؛ د سوداګریزو فعالیتونو خنډ کېږي او بله دا چې واضح پلانونه نه شته، د بهرنیو پانګو جلبولو ته پکار ده چې زیر بنا او فرصتونه برابر او د فساد مخه ونیول شي."

اقتصادي څیړونکي وایي، افغانستان شاوخوا دیرش کاله د مخه یو شمېر تولیدي فابریکې لرلې، خو په جنګونو او ناخوالو کې هغه ټولې یا زیانمنې او یا ویجاړې شوې.

دا انتقادونه هم کېږي چې؛ دې هېواد د نړېوالې ټولنې د مالي مرستو او امکاناتو سره سره ونه شول کړای چې، په تیرو څو کلونو کې داسې انکشافي پروژې پلي کړي چې لاس یې د بهرنیو له احتیاجه لنډ شي.

راپور: خان محمد "سیند"
XS
SM
MD
LG