د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

په مشرانو جرګه کې د الکترونیکي تذکرو د چاپ د طرحې پر سر فزیکي شخړه وشوه


په داسې حال کې چې د مشرانو جرګې د دوشنبې ورځې د عمومي غونډې موضوع د ۱۳۹۳ کال ملي بودجې ته ځانګړې شوې وه؛ خو د سناتورانو بحثونه د الکترونیکي تذکرو په چاپ باندې تاوده شول او ترمنځ یې لفظې او فزیکي شخړه وشوه.

ځینې سناتورانو د جرګې مرستیال محمد علم اېزدیار تورن کړ چې؛ په دې تذکرو کې د افغان د کلمې له ذکر کېدو سره له تعصب نه کار اخلي؛ خو ښاغلي ایزد یار دا تورونه ردول.

یوه سناتور خان محمد خاګي پر ایزدیار د اوبو د بوتل وار وکړ او ایزدیار له جرګې څخه د نوموړي د ویستلوغوښتنه وکړه:

"محمد علم ایزدیار موږ او تاسو مسوولیت لرو، هغه کسان چې ورته موضوع ګانو کې لاسوهنه کوي دا باید جدي ونیول شي.

عارف الله پښتون، تاسو خپله همدې خبرو ته لمن وهئ، تاسو متصب یئ."


په تېر یوه کال کې په ملي شورا کې د افغانستان د نفوسو د احوالو د ثبت د قانون په طرحه تاوده او لانجمن بحثونه شوي.

د الکترونیکي تذکرو طرحه د دې قانون یوه برخه ده.

مشرانو جرګې تیره اونۍ د الکترونیکي تذکرو د چاپ حکومتي طرحه تایید کړه.

د دې طرحې له مخې د الکترونیکي تذکرو په سر کې لیکل شوي چې؛ د افغانستان د تابعیت تذکره او د افغانستان وګړو د افغان او قومونو نومونه او د دین ذکر په کې نه کیږي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې؛ د هر وګړي په اړه دا ټول معلومات به د دې وزارت د معلوماتو په مرکز یا ډیټابیس کې ثبتیږي.

بل خوا د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د دوشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل چې؛ د دین او افغانیت کلمه په تذکرې کې ساتل شوې ده.

که څه هم مشرانو جرګې د یاد قانون طرحه تصویب کړې؛ خو مسلمیار وویل، اوس په دې بحث روان دی چې؛ د افغان او دین کلمه چېرته ولیکل شي.

په الکټرونکي تذکرو کې د افغان او دین د کلمې نه ذکر کول هغه څه دې چې له امله په دې وروستیو کې په کابل او ننګرهار ولایتونو کې یو شمیر خلکو مظاهرې هم وکړي.

د نفوسو د احوالو د ثبت د قانون په طرحې او د الکترونیکي تذکرې په اړه د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ترمنځ هم اختلافات شته؛ چې ټاکل شوې د دې اختلافاتو د حل لپاره د دواړو جرګو یو ګډ کمیسیون کار پیل کړي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG