د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

په کابل کې ښځینه موټر چلوونکې له ستونزو سره مخ دي


په کابل ښار کې چې ګرځې ډیر کم داسې پیښیږي چې؛ کومه ښځه به د موټر چلولو په حال کې ووینئ.

دا چې ولې ښځې موټر چلولو ته مخه نه کوي. ځینې ښځې یې یو علت دا بولي چې لا هم یو شمېر نارینه وو ته د ښځو موټر چلوونه د منلو وړ نه ده.

له ځینو ښځو سره مو چې خبرې وکړې؛ دوی وايي، نارینه هغه ښځې ځوروي چې موټر چلوي.

دوو ښځو چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي په دې اړه وویل؛ چې یو شمېر نارینه هڅه کوي، ښځې تر خپل تاثیر لاندې راولي:

"له داسې کسانو سره مخامخ یو چې شخصي عقده لري؛ هڅه کوي چې، ښځي تر تاثیر لاندې راولي. مثلاً هارن ورته وهي، بې ځایه خبري کوي، که یو کوچنی هلک هم د موټر پر جلو ناست وي؛ ځان ته دومره جرات ورکوي چې؛ حتی داسې ښځه چې د مور پر سن یې وي؛ بې ځایه خبرې ورته کوي، دوی په دا هارن وهلو، بې ځایه خبرو او حرکاتو سره ځان یو ډول ارام احساسوي.

ځیني هلکان دي چې غواړي ټوکي وکړي، غواړي چې ښځې وځوروي، نه پوهیږم، بس دا د دوی خوښیږي چې د یوې ښځینه موټر چلوونکې لاس بند کړي او تعقیب یې کړي."


دوی له دولته غواړي چې ښځو ته د موټر چلولو د زده کړې امکانات برابر کړي:

"زه خپله له دولت څخه دا غواړم چې، ښځو ته ډریوري د کورسونو شرایط برابر کړي، په هغو ځایونو کې ورته د موټر چلولو وړیا کورسونه جوړ کړي چې؛ ښځې په کې وظیفې لري."

دا پوښتنه مې چې ولې ځیني نارینه ښځینه موټر چلوونکي ځوروي؛ د کابل ښار له یوه اوسیدونکي فراه هاشمي سره شریکه کړه.

نوموړی چې خپله هم موټر چلاوه، په دې اړه وویل:

"په هره ټولنه کې اخلاق آداب او دودونه موثر وي، دا د هرانسان او هر شخص دنده ده چې، ښځو ته احترام وکړي؛ دا داسې څه نه دي چې، په زور یا د قانون په وسیله کنترول شي."

په تېرو لسو کلونو کې یوازې د افغانستان په یو څو لویو ښارونو کې محدود شمېر ښځو موټر چلول پیل کړي دي.

د بلخ ولایت د ترافیک آمر ښاغلی حسن صفا وایي، په روان کال کې تراوسه ۳۶ میرمنو په مزار شریف ښار کې د موټر چلولو جواز اخیستی دی.

د کابل ترافیکو رییس نظام الدین دادخواه بیا وايي چې؛ په دې ښار کې سږ کال دوه سوو دیارلسو ښځو د موټر چلولو جوازونه اخیستي دي.

دی وايي، ترافیکو ته لارښوونه شوې چې د هغو خلکو مخه ونیول شي، چې ښځینه موټر چلوونکې ځوروي:

"د ترافیک موظفینو ته مو خپل ځانګړی هدایت ورکړی، زموږ خویندوته دې احترام وکړي، سمه لار ښوونه دې ورته وکړي، د هغو کسانو مخه دې ونیسي چې؛ غواړي دوی ته مزاحمت وکړي، په ۱۳۹۲کال کې شاوخوا ۲۱۳ میرمنو د موټر چلولو جوازونو د اخیستلو لپاره مراجعه وکړه او خپل جوازونه یې تر لاسه کړل."

د کابل د ترافیک دریاست چارواکي وایي، هغه ښځې چې موټر چلوي ډېر لږ یې ټکر کوي.

د کار او سرمایې پیدا کول د دې سبب شوي چې؛ یو شمېر ښځې په ښارونو کې د موټر خاوندانې او خپله یې وچلوي، خو ځینې کتوونکي دا شمېر هم په نشت حسابوي.
XS
SM
MD
LG