د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

سږکال د عاشورا مراسم د انتخاباتي مسایلو ترسیوري لاندې وو


د عاشورا مراسم سږکال په کابل کې په ځینو جوماتونو کې د انتخاباتي مسایلو تر سیوري لاندې راغلي وو.

په دې مراسمو کې چې د کابل ښار په بېلابېلو جوماتونو او تکیه خانو کې جوړ شوي وو، د ځینو دولتي چارواکو ترڅنګ یو شمېر احتمالي کاندیدانو هم ګډون کړی وو.

که څه هم د عاشورا لمانځنه یوه مذهبي مساله ده خو د تیرو کلونو په شان سږکال هم له دې ورځې څخه د سیاسي مقصدونو لپاره استفاده وشوه.

د عاشورا په څو هغو مراسمو کې چې په سلګونو خلکو په کې ګډون کړی وو، د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو ځینو احتمالي کاندیدانو هم پکې برخه اخیستې وه.

د کابل په لویدیځ کې د امام زمان په نوم یوه جومات کې د عاشورا مراسمو ته ځینو ویناوالو په خپلو خبرو کې د راتلونکو انتخاباتو په شفافیت ټینګار وکړ.

د جمهوري ریاست د احتمالي کاندید ډاکټرعبدالله عبدالله مرستیال حاجي محمد محقق د پنجشنبې په ورځ په دې اړه وویل:

"هیله مند یم لکه څنګه چې ولسمشر څو ځله ژمنه کړې او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته یې هم سپارښتنه کړې څو په انتخاباتو کې بې طرفه پاته شي، خپله بې طرفي وساتي او د افغانستان مسلمان ملت ټوله د یوې ستري ملي پروسې له لارې افغانستان ثبات ته و رسوي."

پخوا تردې هم ځینو سیاسي شخصیتونو په مذهبي مناسبتونو کې د دیني مسایلو تر څنګ، سیاسي مسایل هم مطرح کړي دي.

په یو شپیتم هجري کال د محرم الحرام په لسمه نیټه د یزید ځواکونو د عراق په کربلا دښته کې د حضرت محمد ص لمسی او ملګري یې په شهادت ورسول.

د کابل ښار په لویدیځ کې د خاتم النبیین په نامه جومات کې هم په همدې ورځ د یو شمیرعام خلکو تر څنګ، حکومتي چارواکو او ځینو احتمالي کاندیدانو برخه اخیستې وه.

عبدالرحیم وردګ او ګل آغا شیر زوی هغه احتمالي کاندیدان دي چې د خاتم النبیین په جومات کې یې د عاشورا په مراسمو کې ګډون کړی وو.

جمهور رییس حامد کرزي هم د حضرت امام محمد باقر په جومات کې د عاشورا په مراسمو کې ګډون وکړ.

یو تن جهادي مشر شیخ محمد اصف محسني په دې غونډه کې د عاشورا د اهمیت تر څنګ د یوه مشروع حکومت د رامنځ ته کیدو پر اړتیا ټینګار و کړ.

"د خرافاتو یو موج زموږ په منځ کې شته. موږ ېوې فداکاري او لایقې ډلې ته اړتیا لرو، څو زموږ ځوانان د هغوی لاره تعقیب کړي او سل فیصده ملي او منتخب حکومت رامنځ ته کړي."

د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات په دې وروستیو کې په یوې تودې مسالې تبدیل شوې.

خو ځينې خلک ټینګار کوي چې د عاشورا په شان له مذهبي مراسمو څخه باید د سیاسي مقصد لپاره کار وانه خیستل شي.
XS
SM
MD
LG