د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

وارثي: له افغانستان سره به د بریتانیا همکاري دوام ولري


د افغانستان او بریتانیې ترمنځ د اوږد مهالو سټراتیژیکو همکاریو په اړه د دواړو هېوادونو د چارواکو دوهمه دوه اړخیزه غونډه په کابل کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړه شوه د دواړو هېوادونو چارواکو پر دوه اړخیزه همکاریو خبرې وکړې.

د برتاینې د بهرینو چارو وزارت چارواکو یو ځل بیا له افغانستان سره پر خپلو سیاسي، امنیتي او اقتصادي همکاریو ټینګار وکړ.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، که څه هم د دې هېواد ځواکونه به په 2014 کال کې له افغانستان څخه وزي خو، وايي چې همکارۍ به یې د ډیرې مودې لپاره له دې هېواد سره دوام ولري.

د افغانستان او برتانیا ترمنځ د اوږد مهالو سټرټیژیکو همکاریو د ګډ کمېسیون دوهمه غونډه د چهارشنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې افغان او بریتانوي چارواکو وویل، چې با امنه اوثبات لرونکی افغانستان د دواړو هېوادونو او سیمي په ګټه دی.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې سعیدې وارثي خبریالانو ته وویل، په 2014 کال کې د دوی جنګي ماموریت په افغانستان کې پای ته رسیږي، خو له افغانستان سره به یې همکارۍ دوام ولري:

"د دوه زره او څوارلسم کال په پاکې کې به زموږ جنګي ځواکونه له افغانستانه ووځي. خو دا زموږ د اړیکو د یوه چپټر پای دی نه د یوه کتاب پای. دا اوږدمهال ستراتیژیک مشارکت ډير چپټرونه لري چې موږ یې باید په ګډه سره تکمیل کړو."

د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د اوږدمهالو سټراټیژیکو همکاریو تړون د 1391 لمریزکال د سلواغې په میاشت کې د افغان ولسمشر حامد کرزي او د برتانیا د صدراعظم ډیوېډ کمیرون له خوا لاسلیک شو.

د سټراټیژیکو همکاریو د ګډ کمېسیون په دې دوهمه غونډه کې برتانوي چارواکو له افغان ځواکونو سره پر خپلي کلنۍ مرستي، چي 70 میلیونه پونډو کیږي، ټینګار وکړ.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالي مېرمن سعیدې یوځل بیا پرخپلې هغې ژمنې ټینګاروکړچې بریتانیا به تر 2017 میلادي کال پوري له افغانستان سره په کال کې یوسل 178 ملیونه پونډه مرسته وکړي.

برتانوي چارواکو په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو راتلوونکې انتخابات هم ددې هیواد لپاره مهم وبلل.

په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ارشاد احمدي وویل، هیله لري، چي د کابل او لندن ترمنځ د سټراټیژیکو همکاریو تړون عملي کېدل به د بدلون په لسیزه کې مهم رول ولوبوي:

“موږ په ورته وخت کې باور لرو، چې د افغانستان او نړیوالو دوستانو تر منځ په ځانګړي توګه د افغانستان او بریتانیا تر منځ د ستراتیژیک مشارکت د اسنادوعملي کیدل به د تحول په لسیزه کې مهمه ونډه و لري.”

بریتانیا تر امریکا وروسته په افغانستان کې ډیر پوځیان لري، چي په جنوبي ولایت هلمند کې دېره دي.

د سیاسي چارو پوهان وايي، چي افغان حکومت دي له دې تړون او د پاکستان پر حکومت د برتانیا د نفوذ څخه په استفادې، کوښښ وکړي، چي د افغانستان د سولي له بهیر سره د پاکستان رښتینې همکاري هم را جلبه کړي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG