د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

وردګ: په تعلیمي نظام کې به پرمختګونه راشي


د اکتوبرپنځمه د ښوونکي نړیواله ورځ ده چې؛ د نورې نړۍ ترڅنګ په افغانستان کې هم په یو لړ خاصو مراسمو لمانځل کیږي.

د ښوونکي د ورځې په مناسبت د کابل په رابعې بلخې ښوونځي کې جوړې شوې غوڼدې ته د پوهنې وزیر ډاکټر غلام فاروق وردګ ښوونکو ته ژمنه ورکړه چې؛ په تعلیمي نظام کې به پرمختګونه راشي.

د پوهني وزیر فاروق وردګ وویل چې؛ دا مهال د افغانستان د ښوونځیو پنځوس فیصده ښوونکي داسې دي چې؛ څوارلسم پاس نه دي.

خو هغه وویل، په دوو کلونو کې به دا ستونزه هواره شي:

"قدرمنو دوستانو د دې لاسته راوړنو ترڅنګ پرته له شک څخه چې موږ ستونزې هم لرو.

یوه لویه ستونزه دا ده، چې د دولکو لس زرو ښوونکو له ډلې څخه تراوسه یوازې ۵۰ فیصده ښوونکي څوارلسمه پاس دي او پاتې نور له څوارلسم ټولګي څخه ښکته زده کړې لري؛ خو موږ تاسوته ډاد درکوو چې؛ تر راتلونکو دو کلونو پورې به د هیواد په تعلیمي نظام کې هیڅ ښوونکې ونه ګورﺉ چې؛ له څوارلسم ټولګې څخه ښکته زده کړې ولري."


ښاغلي وردګ وویل چې، د دارالمعلینو شمېر دوه سوو اته تیاوو ته رسیدلی دی او اوس سم نیمايي ولسوالۍ ګانې دارالامعلمین لري.

ډاکټر فاروق وردګ زیاته کړه چې؛ د راتلونکو لسو کلونو لپاره يې ځينې پروګرامونه پيل کړي چې په مرسته به یې د افغانستان تعليمي نظام په نړیوالو معیارونو برابر شي.

اوس مهال په هیواد کې ۱۶۶۰۰ ښوونځي فعال دي چې؛ په کې لس نیم میلیونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

د بوهنې وزارت د معلوماتو له مخې څه باندې ۱۷۳ زره ښوونکو ته د نوی سیستم له مخې معاشونه ورکول کیږي.

خو بل خوا د ښوونکي د ورځې په مناسبت په یاده غونډه کې ځینو ښوونکو له دولت څخه وغوښتل چې؛ د ښوونکو د ژوند د ښه کولو لپاره کار وکړي او په دې اړه شوې ژمنې عملي کړي.

د رابعه بلخي ښوونځي دوه ښوونکې لیمې او زهرا صدیقي په دې اړه وویل:

"زه هم د زړه له کومې دا نیکمرغه ورځ خپلو ټولو همکارانو ته مبارک وایم او بل دا چې له دولت څخه مې غوښتنه دا ده کومې ژمنې چې کوي هغه عملي کړي.

له دولت څخه مې غوښتنه دا ده چې د معلمینو ژوند ته پاملرنه وکړي ځکه چې ښوونکي په معنوي لجاظ ډیر لوړ مقام لري."


په دې وروستیو کې د افغانستان په شمالي ولایت تخار او ځینو نورو ولایتونو کې لسګونه ښوونکو کاري اعتصاب او یا هم اعتراضونه کړي.

په ځینو ځایونو کې ښوونکو شکایتونه کړي ،چې دولته ورته د هستوګنې د نومرو د ورکولو، د معاشونو دلوړولو او د ستونزو د هوارولو په اړه عملي اقدامات نه دي کړي.

خو د پوهنې وزارت بیا بیا ټینګار کوي، چې د معاشونو او رتبو د قانون له مخې په تدریجي توګه د ټولو ښوونکو د معاشونو د لوړولو او له هغوی سره د کورونو په جوړولو کې د مرستې کولو په لټه کې دی.

راپور : مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG