د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۹

په کابل کې د وړیو مینځلو او قالین اوبدلو لومړنۍ فابریکه پرانستل شوه


په داسې حال کې چې د راپورونو له مخې د پروسس او مینځلو د پوره امکاناتو د نشتوالي له امله اوس هم د افغانستان د غالیو تولیدات د پاکستان په نوم بهر ته صادریږي، په کابل کې د وړیو مینځلو او قالین اوبدلو لومړنۍ فابریکه پرانستل شوه.

د دې فابریکې مسوولین وايي چې؛ اوس په کې شاوخوا سل کسان کار کوي او یو نیم ملیون ډالره ورته ځانګړي شوي چې؛ دوی یې په خپله ورکوي.

د وړیو مینځلو او غالۍ اوبدلو د دې فابریکې مشر انجینر محمد داود اورکزي وویل چې؛ په راتلونکې کې به د دې فابریکې د کارکوونکو شمېر شاوخوا درې سوو کسانو ته لوړ ه شي.

"زموږ بودجه دا مهال له یونیم میلون څخه لوړه شوې ده؛ په راتلونکې کې به هڅه وکړو چې، نوره یې ډېره کړو.

په یو کاري شفت کې چې اته ساعته کیږي؛ څلور زره کیلو وړی په معیاري توګه پروسس کوو. اوس دلته له موږ سره سل کسان کار کوي او ښايي په راتلونکي کې دا شمېره درې سوو ته لوړه شي او راتلونکی کې به په ټول افغانستان کې زرګونه کسان په دې برخه کې ونیسو."


انجینیر اورکزی وایي چې، دا فابریکه هره ورځ څه باندې څلور زره کیلو وړۍ پروسس کوي.

هغه همدا راز وایي چې، دا مهال شاوخوا اته زره ښځې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې له هغو وړیو نه غالې اوبي چې؛ دوی یې پروسس کوي.

د وړی مینځلو فابریکې مسوولین وایي، چې دغه فابریکه په اتو ولایتونو کابل، مزار شریف، سرپل، جوزجان، کندز، فاریاب، بدخشان او بغلان ولایتونو کې څانګې لري.

د دوی د معلوماتو له مخې د وړیو مینځلو ماشینونه یې له چین نه راوړي دي.

د یادې فابریکې د پرانیستنې مراسمو په غونډه کې د آیسا ادارې مشر وفي الله افتخار په دې فابریکې پانګونه یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.

هغه هیله څرګنده کړه چې، په دې برخه کې به پانګونه نوره هم ډیره شي.

"په داسې وخت کې چې موږ د دوه زره څوارلسم م کال په درشل کې یو او د افغانستان د خلکو دښمنان له هرې خوا نه منفي تبلیغات کوي؛ بیا هم دوی جرات وکړ چې، دومره ډيرې پيسې یعنې شاوخوا یو نیم میلون ډالره پانګونه وکړي.

انشاالله په راتلونکي کې به هم دغه بهیر په ښه توګه پر مخ لاړ شي، زموږ خپل افغانان ورونه دا جرات لري چې؛ په هر ډول شرایطو کې د خپل هېواد د پرمختګ لپاره ګامونه واخلي.

له دوه زره څوارلسم کال وروسته به هم همدلته یو، اقتصادي پرمختګونه به هم کیږي، سیاسي ثبات به هم وي اوله هیڅ ډول ستونزو سره به نه مخ کیږو."


د وړی مینځلو او غالیو اوبدلو دغه فابریکه په داسې حال کې پرانیستل کیږي چې؛ مخکې تر دې د وړی مینځلو او غالۍ اوبدلو په برخه کې ګڼ شمېر شکایتونه موجود وو.

یو شمېر غالۍ اوبدونکو شکایتونه کاوه چې دوی مجبوريږي خپلې وړۍ د مینځلو لپاره نورو ګاونډیو هیوادونو ته ویسي چې هلته بیا له ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ کیږي.

دوی وایي، دا چې په هېواد کې دننه د قالینو د پروسس او مینځلو پرمختللي امکانات نشته، د افغانستان د قالینو ډيره برخه تولید د پاکستان په نوم بهر ته صادریږي.

خو کتوونکي وايي چې، دا ستونزه یواې د څو فابریکو په جوړېدو نه حلیږي او باید په دې برخه کې لا ډيره پانګونه وشي.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG