د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

اوباما: د ایران نوی حکومت به د اتمي لانجې مساله هواره کړي


د امریکا ولسمشر څرګنده کړه چې؛ واشنګټن په ایران کې د رژيم د بدلیدو هڅه نه کوي او دا د ایران حق دی چې؛ سوله ییزه اټمي انرژي ولري.

بارک اوباما د دې ترڅنګ هیله څرګنده کړه چې؛ د ایران نوی ولسمشر حسن روحاني به له نړېوالې ټولنه سره د ایران د اتمي لانجې مساله هواره کړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ایران د نوي حکومت هڅې نسبتا ډیرې معتدلې وګڼلې او څرګنده یې کړه، ښایي د ایران د اتومي پروګرام په برخه کې د دغو هڅو په مټ یوې موافقې ته ورسیږو.

بارک اوباما د ملګرو ملتو عمومي غونډې ته د سې شنبې په ورځ په وینا کې وویل:

«امریکا دا غوره ګڼي چې؛ د ایران د اتمي پروګرام په برخه کې خپلې اندیښنې په سوله ییز ډول هوارې کړي، خو موږ ژمن یوو، چې ایران پرې نه ږدو چې اتومي وسلې جوړې کړي.»

د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې؛ ده د بهرنیو چارو له وزیرجان کري څخه غوښتي دي چې؛ د نړۍ د نورو پیاوړو هیوادو په همکارۍ دیپلوماتیکي هڅې مخته یوسي، څو د ایران د اتومي پروګرام لانجه حل شي.

ایران وایي چې اتومي وسلې نه جوړوي او د اتومي انرژۍ د ترلاسه کولو هڅه کوي. بارک اوباما وویل، چې اتومي انرژي د ایران حق ده چې ترلاسه یې کړي:

«موږ په ایران کې د رژیم د بدلیدو هڅه نه کوو، موږ د ایران د خلکو د حقونو درناوی کوو چې سوله ییزه اټومي انرژي ولري.»

ټاکل شوې ده چې؛ جان کري به د ملګرو ملتو د امنیت شورا د نورو څلورو دایمي غړیو او د جرمني له استازیو سره یوځای سبا د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره خبرې وکړي.
XS
SM
MD
LG