د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

هغه مېرمن چې د طالبانو په اړه یادداشتونه یې په فلم بدل شول ووژل شوه


زیات شمېر لویدیځو ورځپاڼو د "سوشمیتا بنرجي" د قتل په اړه چې د افغانستان په روغتیایي برخو کې یې خدمت کاوه او د پکتیا ولایت خلکو د "صاحب کمال" په نامه پیژندله، مضمونونه او مقالې خپرې کړي دي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې اړه لیکلې، دغې میرمنې چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې د خپل ژوند پیژندل شوې یاد داشتونه لیکلي وو او وروسته دا یاد داشتونه په یوه سینمایي فلم بدل شول؛ ۱۸ کاله وروسته له هغې چې طالبانو نوموړې د چادري د نه اغوستو له امله په مرګ محکومه کړې وه؛ ووژل شوه.

ورځپاڼه لیکي، سوشمیتا چې لا هم په هند کې په خپل نوم یادیږي خپل یادداشتونه یې "د یوه کابلې هندۍ میرمن" تر سرلیک لاندې لیکلې وو او دا کتاب وروسته له طالبانو څخه د فرار په نامه خپور شو او د سینما فلم هم ورڅخه جوړ شو.

نیویارک تایمز ورځپاڼه زیاتوي، که څه هم چې طالبانو د دې میرمنې وژنه رد کړې او ځانونه یې بې خبره ښودلي؛ خو سیمه ییز پولیس وایي چې؛ د سوشمیتا په قتل کې طالبانو لاس درلود.

ډېلي ټيلګراف:

انګلستان چاپ ډېلي ټيلګراف ورځپاڼې هم د صاحب کمال یا سوشمیتا د قتل په اړه یو مضمون خپور کړی او په یوي برخې کې یې لیکي: دا په افغانستان کې د طالبانو له خوا د یوې ښځې لومړی قتل نه دی. ورځپاڼې د یوې ښځینه پولیسې وژنې، د ملي شوری د ښځينه سیاست والو او وکیلانو د یرغمل کولو او نورو اعمالو یادونه کړي ده.

ډیلې ټیلګراف لیکي، د سوشمیتا وژنه خلکو ته په سوات کې د انجونو د تعلیم او زده کړې پرفعالې ملالې یوسفزۍ باندې د وسله والو طالبانو حمله ورپه زړه کوي.

ورځپاڼه لیکي، ملالې هم خپل یادداشتونه لیکلي وو او د بنسټ پالو له خوا یې د انجونو د تعلیم د مخنیوي مساله په ډاګه کړې وه.

فارین پالیسي:

فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼې کې؛ "په افغانستان کې د سولې بیه" تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او لیکي، په وروستیو څو کلونو کې داسې تصور موجود و چې؛ له طالبانو سره خبرې یا مذاکري ممکن سولې ته لارهواره کړي، خو بالاخره معلومه شوه چې، خبره داسې نه ده.

خپرونه لیکي، د سولې عملیې ته پراخ پام د دې سبب شوی؛ هغه کارونه چې د افغانستان په داخل کې باید تر سره شوي وای، تر سره نه شول.

د سولې د مذاکرو هلوځلو د خلکو پام له کورنیو اصلاحاتو؛ په اقتصادي ودې باندې د خلکو له باور پیداکولو، د سیاسي ستونزو له حل او له بهرنیو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د مسولیتونو له انتقال څخه بل لورې ته واړاوه.

فارین پالیسي خپرونه وړاندې لیکي، د دې وخت رارسیدلی چې، امریکا دا خام تصور له سره وباسي او له طالبانو سره په پخلاینې باندې د زیات وخت لګولو پر ځای، له افغان حکومت سره خپله همکاري زیاته کړي او په هېواد کې د یوې سالمې حکومت دارۍ، د قانون د حاکمیت، اقتصادي ودې او د افغان امنیتي ځواکونو د غښتلتیا په برخو کې د مرستې له لارې افغانان یوې ښې راتلونکې ته هیله من کړي.
XS
SM
MD
LG