د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبو دکمښت په اړه اندېښنې


په تیرو شاوخوا دو لسیزو کې پرله پسې وچکالۍ او په غیر مسلکي توګه د ژورو څاګانو کېندنه هغه لاملونه دي چې په هیواد په ځانګړي دول کابل ولایت کې ورسره تر مځکې لاندې اوبو سطحه کښته شي.

دې ستونزې د چاپیریال پر بیلا بیلو برخو، لکه د انسانانو روغتیا، کرنې او ورځني ژوند منفي اغېز کړی دی.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې د ژورو څاګانو په جوړولو سره د اوبو کچه کښته شوې او دوی د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.

تر دې پخوا دولتي مسوولینو خبرداری ورکړی و چې؛ که په کابل ولایت کې د اوبو زېرمو ته پام ونه سي او د غیري مسلکي څاګانو کېندنو مخنیوی ونه شي، په راتلوونکو پنځو کلونو کې به دغه ولایت د اوبو له کمښت سره مخ شي.

په افغانستان کې د چاپیریال ساتنې ملي اداره هم د کابل ښاریانو اندېښنې مني او وايي، چې په دې ښار کې د ځمکې لاندې د اوبو سطحه کښته شوې ده.

د دې ادارې د پالیسۍ او بهرنیو اړیکو مرستیال "عبدالولي مدقق" له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ دوی ته د رسېدلو راپورونو له مخې په کابل ښار کې ترمځکې لاندې اوبو سطحه له یوه تر ۱۲ مترو کښته شوې ده.

نوموړی همداراز اندیښنه ښيي چې؛ په ځینو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبه ککړې شوي دي:

د چاپیریال ساتنې اداره وايي چې؛ په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو د ککړېدو یو سبب دا دی چې په دې ښار کې د کانالایزیسیون سیستم نشته.

د ښار په اکثرو سیمو کې خلکو په خپل سر د کانارابونو لپاره په خپل سر چاګانې ویستي، چې د ځمکې لاندې اوبه خرابوي.

د چاپیریال ساتني ادارې مسوولین وايي؛ اوسمهال د کابل ښاریوازې ۳۲ فیصده خلک پاکو اوبو ته لاس رسی لري.

اوبه چې د ژوند مهمه او اساسي ماده بلل کيږي، د یوه هېواد په اقتصادي او ان سیاسي مسایلو کې هم مهم رول لري.

د افغانستان لپاره ځکه اوبه او د اوبو زېرمې مهمي بلل کیږي چې؛ دا هېواد اوبو ته لار نه لري او شا او خوا ۷۰ فیصده خلک یې په کرهنه اخته دي.

د افغانستان د کرنې وزارت چارواکي وايي، ترمځکې لاندې اوبو د کچې کښته کېدلو یوازې په کابل کې نه بلکې په ټول هېواد کې کرنه اغېزمنه کړې.

د دې وزارت ویاند مجید قرار ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ د دې ستونزې د حل لپاره باید د اوبو لوی بندونه جوړ او د ځنګونو ودې ته پام وشي.

د راپورونو له مخې د افغانستان د ابو یوه ډیره برخه له کلونو راهیسې دوو ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته ځي.

د اوبو د زېرمو متخصصین پر افغان دولت انتقاد کوي چې؛ په تیرو ۱۲ کلونو کې یې له میلیونونو ډالرو مرستو سره – سره د اوبو هغه ډول لوی بندونه او زېرمې جوړې نه کړي؛ چې د کونړ او هلمند د سېندونو په څېر د نورو سېندونو اوبه یې له ګاونډیو هېوادونو را ګرځولي وای.

د دغو متخصصینو له ډلې ډاکتر فاروق اعظم له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې؛ افغان دولت د اوبو له زېرمو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې د مخینوي لپاره لازم پروګرام نه لري.

ښاغلی اعظم د سردار محمد داود خان د حکومت پر وخت د اوبو د زېرمو په اړه د وخت نظر پوښتنو ته اشاره کوي او له اوسني حکومته هم غواړي چې؛ دغه ډول نظر پوښتنو ته دوام ورکړي.

موږ هڅه وکړه چې، په دې اړه د افغانستان د ابو او انرژۍ وزارت او د کابل د ابو رسولو د ادارې د مسوولینو نظر هم را واخلو؛ خو څوک په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه شول.

افغان ولسمشر حامد کرزي هم څو ورځې مخکې په خپله یوه راډیویي وینا کې په افغانستان په ځانګړي ډول کابل کې ترمځکې لاندې د اوبو د سطحې د کښته کېدو په اړه اندېښنه ښوولې وه.

ښاغلي کرزي له ټولو خلکو غوښتي وه، چې په غیر مسلکي توګه دي ژور څاګان نه کیندي او د اوبو له استعمال سره باید ډیر پام وسي، ځکه د افغان ولسمشر په خبره چې راتلوونکي نسلونه هم د پاکو اوبو له کمښت سره مخ نه سي.

د راپورونو له مخي همدا اوس د کابل ښار په ځینو سیمو کي خلک د څښلو د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي او د دې ښار یو شمېر هغه اوسېدونکي چې؛ د غرو په لمنو کې ژوند کوي، پاکې اوبه په پيسو رانیسي.

په کابل ښار کې تر مځکې لاندې د اوبو د سطحي د کښته کېدو نور لاملونه په دې ښار کې د خلکو ډیر نفوذ او له اوبو څخه ناوړه ګټه اخیستل بلل کیږي.

له دې ټولو وروسته د اوبو د زېرمو او ساتنې پوهان افغان دولت ته سپارښتنه کوي چې؛ د اوبو د زېرمو د بېرته غني کولو او او په عصري سیسټم خلکو ته د ابو رسولو په سیستمونو جدي کار وکړي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG