د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

په غزني او ميدان وردګو کې سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي


چارواکي وايي، په غزني او ميدان وردګو ولايتونو کې د وروستيو بارانونو له امله راوتليو سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي. دوی وايي، په ميدان وردګو کې د سېلابونو له امله تر شلو زيات کسان مړه او زخمي شوي دي.

د ميدان وردګو سيمه ييز چارواکي وايي، د دغه ولايت په جغتو، سيداباد، دايميرداد او چک ولسواليو کې د وروستيو بارانونو له امله راوتليو سېلابونو نهه تنه مړه کړي او ديارلس نور يې زخمي کړي دي.

دوی وايي، راوتليو سېلابونو تر دريو زرو زياتې کورنۍ زيانمنې کړې، تر دوو سوو زيات څاروي يې مړه کړي او زرګونه جريبه کروندې يې هم زيانمنې کړې دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، سېلابونو تر ټولو ډېر زيانونه په جغتو ولسوالۍ کې خلکو ته اړولي دي.

دی وايي، د سېلابونو له امله د دغې ولسوالۍ شپېته کلي زيانمن شوي دي:

"شاو خوا درې زره کورنۍ زيانمنې شوې، نهه تنه مړه شوي او ديارلس نور زخمي شوي دي.

د جغتو ولسوالۍ په شپېتو کليو کې د راوتليو سېلابونو له امله اته تنه مړه شوي او ديارلس نور زخمي شوي دي، په سيداباد کې بيا سېلابونو يو تن مړ کړی دی. د دغو سېلابونو له امله تر دوه سوه ډېر څاروي هم مړه شوي دي."


خوګياڼی وايي، تر اوسه له ځينو کورونيو سره مرسته شوې، خو وايي، ډېرې يې لا اوس هم بېړنيو مرستو ته اړې دي.

بله خوا بيا په غزني کې هم تر وروستيو بارانونو وروسته سېلابونه راوتلي، چې تر نورو يې ډېر زيان ٍيې باغوانانو ته اړولی دی.

په دغه ولايت کې د باغوانانو اقتصاد د انګورو په حاصلاتو ولاړ دی، خو باران د ځينو ولسواليو ټول انګور تر شکولو وړاندې په تاکونو کې چوولي دي.

د غزني د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي، په دغه ولسوالۍ کې داسې باغ نه دی پاتې، چې انګور دي يې جوړ پاتې وي:

"تقريبآ د اندړو ولسوالۍ د انګورو ټول باغونه یې له بينه وړي دي. د انګورو دا قاعده ده، چې باران پرې وشي نو چوي، اوس د ټولو باغونو انګور چاودېدلي دي. بل بيا سېلونه ډېر راغلي دي، چې د بند سردې شاوخوا يې د اوبو کانالونه ويجاړ کړي دي. خلکو ته په ميليونونو زيان اوښتی دی."

په غزني کې يوازې د اندړو ولسوالۍ نه ده، چې بارانونو او سېلابونو ځپلې بلکې د قره باغ د ځينو سيمو په ګډون يې د دغه ولايت په يو شمېر نورو ولسواليو کې هم خلکو ته درانه مالي زيانونه اړولي دي.

سيدشاه
XS
SM
MD
LG