د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

کاکړ: ډېر ژر به پر سیلاب ځپلو د مرستو وېش پیل شي


د افغانستان له طبیعي پيښو سره د مبارزې اداره وایي چې له سیلاب ځپلو خلکو سره د مرستو په دوام د کابل د پغمان او شکردرې ولسوالیو له سیلاب څپلو کورنیو سره د مرستې لپاره یې خپله ارزیابي پیل کړی ده.

د دې ادارې مشر محمد دایم کاکړ د یکشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې؛ د زیانونو له ارزونې وروسته به له زیانمو شویو کسانو سره د خوراکي او غیر خوراکي موادو مرسته وشي.

هغه وویل چې تر دې مهاله یې د نورو ولایتونو له سیلاب ځپلو کورنیو سره مرستې شوې دي:

"دغه سیلابونه چې پرون شکردرې او پغمان ولسوالېو کې راغلل؛ نن مو هلته وسایل لیږلي، څو هغه سیمه بېرته احیا کړو، نورو ولسوالیو او ولایتونو ته غذايي توکي استوو، شهیدانو ته پنځوس زره افغانۍ ورکوو، د چا چې کورونه ویجاړ شوي وي پنځلس زره افغانۍ ورکوو.

هڅه کوو تر شپږو میاشتو د هغوی کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي ورسوو."


ښاغلي کاکړ وویل، له هغو کورنیو سره چې په سیلابونو کې یې کوم غړی مړ شوی وي پنځوس زره افغانۍ او له هغو کسانو سره چې کورونه یې له منځه تللي وي، پنځلس زره افغانۍ مرسته هم کیږي.

په تیرو شاوخوا دوو اونیو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې سیلابونه راغلل چې وروستۍ پیښې یې د کابل په شکردرې او پغمان ولسوالیو کې وې.

محمد دایم کاکړ وایي چې د شنبې په ورځ په شکردرې ولسوالۍ کې سیلابونو شل تنه او په پغمان کې یې دوه تنه وژلي دي.

له طبیعي پيښو سره د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې په یاده موده کې وروستیو سیلابونو په ټول هیواد کې سل تنه مړه کړي چې تر ټولو ډير تلفات د کابل په سروبې ولسوالۍ کې و.

په دې ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله لږ تر لږه دیرش تنه وژل شوي دي.

خو د سرې میاشتې ټولنه بیا د سیلابونو له امله د اوښتو تلفاتو شمیره تر دې ډیره ښيي.

د دغې ادارې مسوولین وایي چې د ورستیو سیلابونو له امله شاوخوا یو سلو پنځه دیرش تنه مړه شوي دي.

د سرې میاشتې ټولنې د نشراتو رییس ولید اکبر سروري آزادي راډيو ته وویل چې دوی د کابل ښار په سروبي ولسوالی او په ننګرهار، وردګ، خوست او غزني ولایتونو کې له سیلاب ځپلو کورنیو سره مرستې کړي دي.

"په تیرو دوه اوونیو کې په افغانستان کې د یو سلو پنځه دیرش کسان د سیلابونو له امله شهیدان شوي چې د ټولو له کورنیو سره مرستې شوې دي.

د افغانې سرې میاشتې ټولنه د ملي پلان په وړاندې مسوولیت لري، اظطراري مرستې زمونږ دنده ده او هغه مو رسولې دي.
په راتلونکې کې هم که مونږ وګورو چې له دې کورنیو سره نورې مرستې نه دي شوي او د هغوی وضعیت هم مناسب نه وي نو بیا هم مونږ هغوی ته مرستې رسوو."


په افغانستان کې مرسته کوونکې ادارې پداسې حال کې له سیلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې په هکله خبرې کوي چې مخکې تر دې د کابل د سروبي ولسوالی یو شمیر اوسیدونکو آزادي راډیو ته ویلي وو چې دوی سره شوې مرستې د دوی لپاره بس نه دي.

په افغانستان کې د انتقال د پروسې مشر ډاکتر اشرف غني احمد زي هم د سروبي ولسوالۍ له یو شمیر سیلاب څپلو خلکو سره د لیدنې په مهال ویلي چې له دوی سره کافي مرستې نه دي شوي او په دې اړه به له جمهور رییس حامد کرزي سره خبرې وکړي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG