د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

افغان دولت د مالیې په اړه د اسټرالیايي رسنیو راپورونه رد کړل


د مالیې وزارت سلاکار نجیب منلی
د مالیې وزارت سلاکار نجیب منلی
د افغانستان د مالیې وزارت د اسټرلیایي رسنیو هغه راپورونه رد کړل؛ چې ویل یې افغان حکومت د دوی په پوځي وسایلو مالیه وضع کړې ده.

که څه هم د استرلیا د دفاع وزارت له افغانستان څخه د دوی د پوځي وسایلو پر ایستلو د مالیې پر وضع کولو انتقادونه کړي، خو افغان حکومت بیا وایي، چې د مخکنیو موافقو پر بنسټ په پام کې نه ده، چې له هېواده د بهرنیو پوځي وسایلو پراېستلو مالیه وضعه کړي.

تر دې مخکې د اسټرالیا رسنیو د دې هېواد د چارواکو په حواله راپور ورکړی و چې؛ د جمهور رییس کرزي ادارې د اسټرالیايي ځواکونو پر هر کانتینر مالیه وضع کړې ده او دوی اړ دي، چې له افغانستانه د مځکې له لارې د خپلو وسایلو د ویستلو لپاره د هر کانتینر پرسر ۳۵۴۵ ډالره مالیه ورکړي.

خو د مالیې وزارت سلاکار نجیب منلي د شنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د شوې موافقې له مخې په افغانستان کې میشت ایساف ځواکونه له مالیې ورکولو معاف دي.

خو د اسټرالیا د دفاع وزارت چارواکو د افغان حکومت په دې اقدام انتقاد کړی او دا یې هم ویلي دي، چې که اسټرالیایی ځواکونه په دې برخه کې کومه سرغړونه وکړي؛ خو بیا اړ دي، چې جریمه هم ورکړي.

د اسټرالیایي چارواکو له خوا د دوی په پوځي وسایلو د مالیې د وضع کولو دا مساله په داسې حال کې پورته شوې، چې تر دې مخکې افغان حکومت په ایساف ځواکونو د دوی د لوژستیکي وسایلو په نه راجسټرکولو جریمه وضع کړې وه.

خو په دې اړه د امریکا د کانګرس له تند غبرګون وروسته یې پریکړه وکړه؛ که ایساف ځواکونه د خپلو لوژسټیکي وسایلو په اړه افغان حکومت ته معلومات ورکړي؛ نو د ۷۵ میلیونو ډالرو دا جریمه به لرې کړي.

د وروستیو معلوماتو له مخې اوسمهال د اسټرالیا تقریباً ۵۵ کانتینرونه د مالیې مسایلو د تصفیې په خاطر د پاکستان سره په پوله کې منتظردي.

اسټرالیايي چارواکو ويلي دي، چې له افغانستانه به خپل ډېر پوځي وسایل د هوا له لارې وباسي او اوسمهال یې د مځکې له لارې د وسایلو د ویستلو نیت نه دی کړی.

همدا شان په نظر کې ده چې، اسټرالیا خپل ډېره اندازه وسایل په وړیا توګه افغان ځواکونو ته پریږدي.

تراوسه له افغانستان سره د اسټرالیا وړیا مرستې اووه نیم میلیارډه ډالرو ته رسیدلې او دې هېواد ژمنه کړې چې له افغانستان سره به مرستو ته دوام ورکړي.

اسټرالیا اوسمهال په افغانستان کې نږدې زر پوځیان لري چې؛ ډیر شمېر یې په جنوب کې د ارزګان په ولایت کې میشت دي.

په څو کلن ماموریت کې یې په افغانستان کې داسټرالیا څلویښت سرتیري وژل شوي اونږدې له سلو نور یې ټپیان دي.


راپور: ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG