د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

د پوهنتونونو لپاره یو نوی تحصیلي نصاب پرانیستل شو


د لوړو زده کړو وزارت د ټولو دولتي پوهنتونونو لپاره یو واحد نوی تحصیلي نصاب پرانیست.

دغه نصاب د کابل او ولایتونو د پوهنتونونو رییسانو ته په یوې غونډه کې وسپارل شو.

د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې په نوي تحصیلي نصاب باندې یو شمېر افغاني او خارجي متخصصینو له دو کلونو راهیسي کار کړي او سږ کال به په ټولو دولتي پوهنتونو کې تطبیق شي.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکتر عبیدالله عبید یوه لویه ستونزه دا وه چې؛ په ځینو پوهنځیو کې زوړ نصاب او په پوهنتونو کې بیلابیل نصابونه تدریس کیدل، چې له نوي نصاب سره به داستونزه هواره شي.

نوموړي وویل، چې وروسته له دې به په ټولو پوهنتونو کې همدا یو نصاب تطبیق کیږي:

(موږ سږ کال وکړاي شول چې د پوهنتون د مختلفو پوهنځیو نوي تعلیمي نصاب تکمیل کړو او اوس دا نوي نصاب د توضیح لپاره آماده دي او وروسته له دې به په ټولو پوهنتونونو کې یو واحد سیستم عملي شي.)

ښاغلي عبید وویل چې؛ نوی تحصیلي نصاب په نړیوالو میعارونو برابر جوړ شوی او په تطبیق سره به یې د لوړو زده کړو کیفیت لوړ شي.

په تیرو یولسو کلونو کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو شمیر زیات شو، خو د درسونو د کیفیت په اړه یې لا هم شکایتونه موجود دي.
چارواکي وايي چې نوی تحصیلي نصاب اته څلویښت څانګې لري، خو ددې نصاب د څرنګوالي په اړه یې نور جزیات ورنه کړل.

بل خوا د کابل پوهنتون یو شمېر محصلین د نوي تحصیلي نصاب د جوړیدو هرکلۍ کوي او تمه لري چې؛ په دې سره به په پوهنځیو کې د زړو نصابونو او درسمي مواد تدریس ختم شي.

چارواکي وايي چې؛ اوس شاوخوا ۲۵۰ زره محصلین د افغانستان د لوړو زده کړو په دولتي موسسو کې په زده کړو بوخت دي.

دولت په تیرو څو کلونو کې ځینو ولایتونو ته پوهنتونه جوړ کړل او په دې توګه یې د کانکور په ازموینه کې د جذب ظرفیت لوړ کړ.

خو ځینې کتوونکي که له یوې خوا د نوي تحصیلي نصاب رامنځ ته کیدل مهم بولي، بلخوا په دې هم ټینګار کوي چې باید ددې نصاب د تطبیق لپاره پوره کدرونه او امکانات هم موجود وي.

مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG